اسلام آباد 08 نومبر (اے پي پي) لنډمهاله وزيراعظم انوار الحق کاکړ افغانستان ته شريكې مرستې لپاره د نوي تاريخ رقم كولو بلنه وركولو سره ووئيل چې افغانستان او پاکستان دوه ګاٶنډي او خپلواكه هېوادونه دي د كومو چې شريكې اړيكې په رسمي توګه استوار كولو ته اړتيا ده، د پاکستان اولس افغان كډالو لپاره په زړه كښې ځائ وركړې او د ايثار د دې بې مثال جذبې ځواب كښې تورونه لګول او دشنام طرازۍ د پاکستان د غېرت مند او بې لوث اولس جذباتو ته زيان رسولې دې٬ د بده مرخه د پاكستان د صبر، فراخ دلۍ او مصالحت پسندۍ قدر نه دې شوې او افغان لنډمهاله حكومت افغانستان څخه كېدونكې د پاكستان مخالف ترهګرۍ په ضد خاطر خواه اقدامات نه دي كړي٬ د افغان حكومت لخوا د مرستې د نشتوالي نه پس اوس پاكستان خپلې كورنۍ معاملے پخپله د سمولو پرېكړه كړې ده٬ افغان لندمهاله حکومت دې په افغانستان كښې په غېر قانوني توګه مېشته پاكستانيان كوم چې پاكستان كښې په ترهګرۍ كښې ككړ دي پاكستان ته حواله كړي او د تحريك طالبان پاكستان خاتمې لپاره دې هر ډول ممكنه اقدامات وكړي او په افغانستان كښې موجود د تحريك طالبان پاکستان پټنځايونه او د تربيې مركزونه ړنګ كړي۔ وزيراعظم انوار الحق كاكړ دا خبرې د شورو په ورځ پرېس كنفرنس ته د وېنا په مهال كړې۔ وزيراعظم ووئيل د دواړو هېوادونو ترمېنځه ګاٶنډيتوب٬ مذهب او د ورورولۍ رشته ژوره ده٬ د پاكستان حكومت او اولس د دوي بشپړه مرسته كړې او د دوي غم ئې وېشلے٬ پاكستان د تېرو 44 كالو راهسې د 40 لكه نه د زيات افغان كډوالو د زړه د خلاصه هركلے كړے او د محدود وسائلو باوجود ئې په روڼ تندي ئ د افغان وروڼو ملګرتيا كړې په دې لړ كښې د نړيوالې ادارې محدود او قليل مرسته پاكستان كښې پاكستان كښې د كډوالو په څلور لسيزو محيط د معاونت عشر عشير هم نه دے۔
متعلقہ مضامین
-
Archbishop of Canterbury hails army’s efforts to combat terrorism
-
PTI confirms contact between Imran, Tareen
-
Shehbaz, Fazl agree to gear up drive against govt
-
Mazari addresses the 49th session of the UN Human Rights Security Council
-
PM’s relief package is wise decision for poor people: Tarin
-
IHC issues notices over Election Act amendments
-
FIA seeks daily hearings against Shehbaz Sharif
-
Another NADRA Mega Center in Peshawar to open soon
-
30,822 teams to vaccinate 6.362mln children in KP: Official
-
COVID-19: Pakistan records 18 deaths, 861 new cases in last 24 hours
-
President signs OGRA, Allied health professionals bills into Acts
-
Col. Fateh Sher Khan Memorial T20 Cricket Cup from Wednesday