اسلام آباد۔3اکتوبر(اے پی پی) صدر ډاكټر عارف علوي په هېواد كښې د ډاكټرانو ٬ نرسانو پشمول د هنرمنده وګړو حاجتونو په ترسره كولو زور راوړلو سره وئيلي دي په روانه وضعه كښې د برېن ډرېن مخنيوي له فعاله تګلارې ته اړتيا ده۔ ده د فاؤنډېشن یونیورسټی سکول آف هېلتھ سائنسز ډينټسټ او نرسنګ څانګې كانووكېشن ته خطاب كولو۔ ده ووئيل د مسابقتي ملازمتونو موقعې رامخې ته كولو او كار لپاره په زړه پورې چاپېريال برابرولو سره د لوستو او هنرمندو وګړو بهر هېوادونو ته د تللو شمېره كښې كمے راوستلے كېدے شي۔ صدر عارف علوي ووئيل هېواد خپل وسائل په ډاكټرانو ٬ انجینئرانو او نورو پېشه ورو وګړو مصرف كړل بياهم هنر مندې سرمايې څخه استفاده ونه كړې شوه۔ ده ووئيل د هنرمند ډاكټرانو په بهر هېوادونو كښې د ضرورت كمولو غوره طريقه دا ده چې دوي لپاره په هېواد كښې د روزګار موقعې رامخې ته كړې شي۔ ده ووئيل پاكستان د روغتيا څانګې خذمات لپاره 9 لكه نرسانو ته اړتيا لري او دا مهال مونږ سره د نرسانو شمېره 3 لكه ده۔ ده ووئيل د اېف اېس سی (فېکلټی آف سائنسز) پری میډیکل يواځې 9 فيصده زده كوؤنكو ته د پاكستان په ميډيكل كالجونو كښې داخله وركړې شوې ده۔ 25 فیصد شمېره زمونږ د سيمې نورو هېوادونو ده۔ ده ووئيل د دې صورتحال مخنيوي له به نورې ادارې جوړول وي۔ صدر مملكت میډیکل ګرېجوېټس ته مشوره وركړه چې هغوي د خپلو رنځورانو درملنې كولو په مهال د خواخوږۍ او مهربانۍ اقدار خپل كړي۔ كانووكېشن ته د فاؤنډېشن یونیورسټی سکول آف هېلتھ سائنسز ډائرېکټر میجر جنرل (ر) عمران فضل هم خطاب وكړو۔ ده ووئيل دا ادارہ انډرګرېجوېټ او پوسټ ګرېجوېټ زده كوؤنكو ته غاښونو سره د اړوندو مسئلو په اړه تعليم وركوي۔ ده ووئيل د نرسنګ څانګه غوره زده كړې وړاندې كوي او د اعلی معيار ګرېجوېټ پېدا كوي۔ صدر مملکت ګرېجوېټس ته مېډلز او مېرټ سرټيفكېټ هم وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
Katas Raj Temples: Serenity of ‘Pond of Tears,’ domes’ beauty captivates tourists
-
Katas Raj Temples: Serenity of ‘Pond of Tears,’ domes’ beauty captivates tourists
-
Five-day anti-polio campaign begins today
-
Bus, van collision near Sheikhupura leaves 13 dead, a dozen wounded
-
Embassy of Pakistan, Washington DC holds an event on Sikh Yatra
-
UNAIDS and UNFPA launch the fourth annual progress report of the Global HIV Prevention Coalition
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
Forest department removes encroachments from 1000 acres of land in Kundah Forest
-
Capital running short of proper burial spaces
-
Support to Palestinians cardinal pillar of Pakistan’s foreign policy: Munir
-
Govt to work with church leaders against forced conversions, underage marriages
-
Govt increases HSD price by Rs4/litre