نانجنګ۔26ستمبر(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وفاقی وزیر مرتضی سولنګی كلتوري تړون ته وده وركولو له د شنګھائي مرستې تنظيم (اېس سي او) غړو هېوادونو ميډيا تنظيمونو ترمينځه د ګډ پروډكشنز او دستاويزي فلمونو جوړولو په شمول په بېلو څانګو كښې د رابطو په زياتولو زور راوړلو سره ويلي دي چې د شنګھائي مرستې تنظيم د غړي هېواد په حېث پاكستان ميډيا همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ ګډ توليدات (پروډكشنز) به د غړو هېوادونو کلتور او سياحت ته وده ورکړي او غړي هېوادونه به د يو بل له تجربو او عصري تکنالوژۍ ګټه پورته کړي۔ د نهې په ورځ د شنګهائي مرستې تنظيم ټي وي فيسټيول كښې ګډون كوؤنكو ته په خپل خطاب كښې د اطلاعاتو وفاقي وزير وويل پاكستان او چين سږ كال د سي پېك لسمه كاليزه لمانځي۔ په 7 لسيزو مشتمل د پاك چين ملګرتيا دا په زړه پورې سفر ځانګړې حېثيت لري۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه د يو بل لپاره د مضبوط ورور په څير دي او کلتوري اړيکې يې له پېړيو څخه راروانې دي۔ ده وویل چې سي پېك سره دا اړيكې لا پياوړې شوي دي۔ نګران وفاقي وزير ووئيل چين او پاكستان كال 2023 د دواړو هېوادونو ترمينځه د سياحتي تبادلو كال ګرځولې دې چې مقصد يۍ په اولسي كچه د پلاويو تبادلو ته وده وركولو سره سره متحرك سياست او كلتوري ماحولياتي نظام رامخې ته كول دي۔ مرتضی سولنګي وويل اېس سي او د منطقې غړو هېوادونو لپاره په سماجي ٬ اقتصادي ٬ مواصلات ٬ ميډيا او كلتوري څانګو كښې بشپړ او تلپاتې همكارۍ ته وده وركولو لپاره يو ګټور پلېټ فارم دے۔ د رېډيو ٬ ټي وي او نورو آډيو وژيول مصنوعاتو په څانګو كښې د اېس سي او غړو هېوادونو همكاري د تنظيم د كاميابۍ عكاسي كوي۔ ده ووئيل د اېس سي او د يو غړي هېواد په حېث پاكستان ميډيا همكارۍ ته د ودې وركولو عزم لري۔ په مركزي ميډيا او سوشل ميډيا كښې همكاري به د اولسي كچې تړون ته وده وركولو كښې مهم كردار ترسره كړي۔ نګران وفاقی وزیر د اېس سي او غرو هېوادونو ميډيا تنظيمونو ته پاكستان سره په ګډ پروډكشن او نورو منصوبو كښې د همكارۍ بلنه وركولو سره وئيلي چې د اېس سی او غړي هېوادونه د يو بل له تجربو او عصري ټېكنالوژۍ څخه استفاده كولې شي۔ ده زياته كړه چې ګډ پروډكشنز به زمونږ د هېوادونو كلتور او سياحت ته وده وركولو كښې مرستياله ثابت شي۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan reports more than 1,000 Covid recoveries for fourth day
-
Govt, opp at odds over PDM’s November 30 rally in Multan
-
LARKANA elected PMs but no one developed it
-
Punjab Police, Sindh Foundation sign MoU for blood donations
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
CASS CONVERSATIONS WITH AMBASSADORS
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
Lawyers aerial firing clips goes viral
-
Katas Raj Temples: Serenity of ‘Pond of Tears,’ domes’ beauty captivates tourists
-
Justice Javed seeks case record, bars bureau from action against Senate deputy chairman
-
Justice Javed seeks case record, bars bureau from action against Senate deputy chairman
-
Crackdown against criminal elements continues across Punjab