اسلام آباد۔11ستمبر(اے پی پی) پاکستان په تورخم کښې د پاک-افغان پولې د تړل كېدو په اړه د افغانستان د بهرنیو چارو د وزارت بيان د حیرانتیا وړ بللې او ویلي یې دي چې افغان عبوري چارواكي د پاك افغان پولې په عارضي توګه د تړل كېدو سبب څخه ښه خبر دي۔ د خارجه دفتر وياندې ممتاز زهرا بلوچ د ګل په ورځ په يو بيان كښې ووئيل چې پاكستان په خپله خاوره د افغانستان د عبوري حكومت لخوا د كومې هم ودانۍ جوړول قبلولې نه شي ولې چې دا د پاكستان د حاكميت خلاف ورزي ده۔ وياندې ووئيل چې كله د ستمبر په 6 مه نېټه افغان عسكر د دې ډول غېر قانوني ودانيو جوړولو څخه منع كړې شول نو هغوي د سولييز حل لټولو په ځايې ناترسه ډزې پېل كړې٬ پاكستانۍ پوځي پوستې يۍ په نښه كړې ٬ د طورخم پولې ټرمينل بنيادي ودانۍ ته يۍ زيان ورسولو او د پاكستان او افغان وګړو ژوند يۍ خطر سره مخ كړو۔ وياندې ووئيل چې پاكستان په پوليزو پوستو دا ډول ناتاره ډزې په هېڅ صورت جائز ګرځولې نه شي٬ د افغان بارډر امنيتي ځواكونو ناترسه ډزو سره د ترهګر عناصرو ډاډګيرنه كېږي٬ دا عناصر د افغانستان دننه پټ ځايونه لري د كومو تصديق چې د ملګرو ملتونو سلامتي كونسل په خپل تازه رپورټ كښې كړے دے۔ دې ووئيل مونږ تل وئيلي دي چې افغانستان سره پوله د دواړو هېوادونو ترمينځه د امن او ملګرتيا پوله وي٬ مونږ څو لسيزو څخه د افغان وروڼو خوېندو پراخا زړه سره كوربتوب كړې دې۔ پاكستان د دغه ناترسه ډزو باوجود د تحمل او زغم څرګندونه كړې ده او خبرو اترو ته يۍ ترجيح وركړې ده۔ وياندې ووئيل په عارضي توګه د پولې تړل كېدل په انتهائي صورتونو كښې كېږي لكه څنګه چې په 6 ستمبر 2023 د ډزو پېښه رامخې ته شوه يا كله چې د افغان خاوره د پاكستان دننه ترهګر بريدونو لپاره كارولې شي۔ دې ووئيل د افغان خارجه وزارت په بيان كښې د پاكستان معيشت او غېر ملكي تجارت په اړه ځينې غېر متعلقه تبصرې او ناوړه مشورې هم شامل دي۔ وياندې ووئيل تېرو څو لسيزو څخه پاکستان په افغان ټرانزټ ټرېډ كښې مرسته كوي او دا به روانه ساتي ولې بياهم د ټرانزټ ټرېډ لوظنامې په ناوړه توګه د كارول كېدو اجازه وركولې نه شي۔ دې ووئيل پاكستان دوه اړخيزه مسئلې او اندېښنې د تعميري خبرو اترو د لارې حل كولو له چمتو دے دغسې چې دواړه هېوادونه اقتصادي رابطو او ددې په نتيجه كښی رامخې ته كېدونكې سوكالۍ څخه ګټه پورته كړې شي۔ وياندې ووئيل مونږ هيله لرؤ چې افغان عبوري چارواكي به د پاكستان تحفظات تر نظر لاندې وساتي٬ د پاكستان د سيمه ايز سالميت احترام به وكړي او دا خبره به باوري كړي چې افغان خاوره به د پاكستان په ضد ترهګرو بريدونو لپاره د لانچنګ پېډ په توګه كارولې نه شي۔
متعلقہ مضامین
-
Buzdar allows free treatment of ordinary citizens
-
Pakistan safest country for Sikhs, other minorities: Qadri
-
Pakistan, China sign MOU to enhance defence cooperation
-
PM approves setting up of Export Development Board
-
PM approves setting up of Export Development Board
-
President confers Nishan-e-Imtiaz (mly) on Chinese defence minister
-
MQM-P leader Adil Siddiqui dies of Covid-19
-
SC seeks details of Billion Tree Tsunami project from PTI
-
SC seeks details of Billion Tree Tsunami project from PTI
-
SC seeks details of Billion Tree Tsunami project from PTI
-
Sindh’s 10 Tourist Sites To Be Developed Through Private Sector
-
Exports increase by 7.2pc in November: Razak