کراچۍ۔14جنوری(اے پی پی) صدر مملکت ډاكټر عارف علوي وئيلي دي د پاكستان په روانو مالي ستونزو د قابو موندلو يوازينے حل ښكاره مېنډېټ لرونكے حكومت دے٬ ټول سټېك هولډرز دې د همكارۍ او يووالي څرګندونه وكړي او د هېواد له ستونزو څخه ويستلو له دې كوټلې هڅې وكړي۔ د ايوان صدر پرېس ونګ لخوا د جاري شوي پرېس ريليز له مخې صدر مملكت د دې خيالاتو څرګندونه د خالي په ورځ څلورم فنانشل كرائم سمټ ته خپل خطاب كښې وكړه۔ په سمټ كښې د اسټېټ بانك پخواني ګورنر سلیم رضا، د فري لانسرز اېسوي سي اېشن عمومي سېكتر قاضي راحت علي او د ژوند بېلو برخو سره تعلق لرونكو شخصياتو ګډون كولو۔ د هېواد په مالياتي صورتحال خپله خبره كښې صدر مملكت په دې د افسوس څرګندونه وكړه چې مونږ د تېر وخت څخه څه هم نه دي زده كړې ٬ نور هېوادونه د معاشي پرمختګ حوالې سره پاكستان څخه زيات وړاندې تلې دي۔ ده ووئيل په روان مالياتي صورتحال قابو موندلو له سياسي مرستې ته اړتيا ده۔ ده د توان تحفظ له د ماښامې په وخت د بازارونو د بندولو حكومتي ويژن ملاتړ وكړو۔ ده ووئيل د انسان ضمير د جرمونو په ضد تر ټولو لويې خنډ دے٬ د اسلام په شمول بېلو مذهبونو د خپل احتساب په خپله د كولو جذبې بېدارولو هڅه كړې ده۔ ده ووئيل په مالياتي جرمونو قابو موندلو له په سماجي كچه د مضبوطو قوانينو نفاذ ٬ په دې عمل باوري كولو ٬ د بد عنوانه عناصرو نيولو ٬ دوئي ته د مناسبو سزاګانو وركولو او د بدعنوانۍ حوصله ماتولو ته اړتيا ده۔ صدر مملكت ووئيل قائد اعظم په برصغير پاك وهند كښې په مسلم اشرافيه كښې خپره شوې بدعنواني هم په ډاګه كړې وه۔ ده ووئيل پاكستان په اخلاقياتو او د پاكستان د مؤس په ارشاداتو اډانه لرونكې هېواد جوړولو له اجتماعي هڅو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل مونږ نېب بدلون بل لاس ليك نه كړو ولې چې دا ګڼو چې دا د احتساب او انصاف په ضد دے۔ ده ووئيل اسلامي تاريخ كښې په اخلاقي او مالي توګه بهترين شخصيات زيات موندلې شي۔ نبي علېه السلام په خپل قوم كښې د باور وړ شخصيت ګڼلے شو او د رياست كاروبار چلولو كښې امانت داري يو مهم عنصر وو۔ صدر په دې خبره د افسوس څرګندونه وكړه چې نړيوال نظام د اخلاقياتو او نړيوالو قوانينو په ځائې په مفاداتو اډانه لري ولې چې هند ته د بشري حقونو د خلاف ورزيو كولو او په اقليتونو او په خاص توګه د هندوستان په مسلمانانو او مقبوضه كشمير كښې د ظلم كولو اجازه وركولې شي۔ده ووئيل پاكستان د جموں وكشمير مسئلې حل لپاره په ورلډ آرډر او نړيوالو ادارو باور وكړو او دا شايد تېروتنه وه۔
متعلقہ مضامین
-
Two soldiers martyred in Bajaur blast
-
We are ready to give our fullest for our country, says Mohammad Rizwan
-
NA passes journalists Protection Bill, five other bills: Dr Mazari
-
Another 21 flights cancelled at Allama Iqbal Airport
-
Palestine to take trade, tourism ties with Pakistan to optimum level: Ambassador
-
EPA to seal pathology pabs violating PEPA-97, HWM rules
-
EPA to seal pathology pabs violating PEPA-97, HWM rules
-
EPA to seal pathology pabs violating PEPA-97, HWM rules
-
Rawalpindi’s coronavirus positivity rate drops to 0.3 pc
-
Govt working with missionary zeal to keep children safe from diseases
-
1,194 convicted by NAB courts in last four years
-
Allies to support all ordinances and bills: Shibli