اسلام آباد۔5 جنوری (اے پی پی) د كل جماعتي حريت كنفرنس آزاد كشمير څانګې كنوينر محمود احمد ساغر په مشرۍ كښې د ملګرو ملتونو د پوځي مبصر استازي ته د يو اېن عمومي سېكتر په نامه يادښت وړاندې كړې شو په كوم كښې چې په ملګرو ملتونو او نړيوالې ټولنې زور راوړلې شوې چې هغه دې سوئيلي آسيا سولييزه جوړولو له د كشمير مسئله د دې په حقيقي تناظر كښې حل كولو له خپل كردار ترسره كړي۔ په دې خبره هم زور راوړلې شو چې په 5 جنوری 1949 د پاكستان او هند لپاره د ملګرو ملتونو كمېشن يو مهم قرارداد منظور كړې وو چې مقصد يۍ كشميري اولس له د خپل سباؤن پرېكړه كول وو خو د هند د ضد د لاسه دا مسئلې تر نن ورځې حل نه كړې شوه۔ كشميري اولس آزادۍ لپاره سترې قربانۍ وركړې دي۔ خواجه فردوس ووئيل چې خپلواكي د كشميري اولس بنيادي حق دے او كشميرې اولس به دې لپاره خپلې هڅې روانې ساتي۔دوئي ووئيل تېر كال 2022 هم كشميري اولس لپاره يو خونړې كال وو په كوم كښې چې د بې ګناه كشميري وګړو وينه توې كړې شوه۔ پلاوي كښې شېخ عبد المتين ٬ الطاف حسېن واني ٬ حسن البنا ٬ اعجاز رحمانمي او امتيازي واني شامل وو۔
متعلقہ مضامین
-
Islamabad High Court slams PTA over ban on public’s entertainment platform TikTok
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day
-
COVID-19 claims 9 more lives in last 24 hours
-
PM guilty for heavy inflation in country, says Miftah Ismail
-
COVID-19: Pakistan records 8 deaths, 554 new cases in a day
-
Pakistan Boulevard inaugurated in Izmir, Turkey
-
Afghanistan — Give Peace a Chance
-
Qadri urges India to reopen Kartarpur peace corridor
-
Health services thru Sehat Sahulat card soon: Faisal
-
Opposition celebrates as govt putts off joint Parliament session
-
Islamabad reports surge in dengue virus cases
-
Shelter homes benefit over 3.82m people