ملګري ملتونه ۔5 جنوری(اے پی پی) په ملګرو ملتونو كښې د پاکستان دایمي استازې منېر اکرم ویلي، پاکستان ته به ترهغه وخت آرام رانشي تر كومې چې کشمیري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي۔ ده په نيويارک كښې د كشميريانو د خود اراديت د ورځې په مناسبت خپل پېغام كښې وئيلي چې د 5 جنوري 1949ء ورځ د كشميريانو د آزادۍ په مبارزه كښې ډېر اهميت لري۔ ده ووئيل په دې ورځ هند لپاره د ملګرو ملتونو د كمېشن او پاكستان ترمينځه يو قرارداد په متفقه توګه منظور كړې شو په كوم كښې چې كشميري اولس لپاره د ملګرو ملتونو په نګرانۍ كښې د رايو شمېرې د لارې د خپل سباؤن د پرېكړې كولو حق تسليم كړې شوې وو۔ د كال 1949 جنورۍ مياشتې په 5 مه نېټه منظور كړې شوې قرارداد د كشمير مسئلې منصفانه حل برابروي خو د بده مرغه هند په دغه نېټه كړې خپل لوظ څخه وروستو كېدو سره نړيوالې ذمه وارۍ نه ترسره كوي او د تېرو 7 لسيزو راهېسې يۍ د نړيوال قانون خلاف ورزۍ روانې ساتلې دي۔ پاكستاني استازي ووئيل د پاكستان حكومت او اولس ته به تر هغه وخت آرام رانشي رانشي تر كومې چې کشمیري اولس ته د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو له مخې د خپلواكۍ حق ترلاسه شوې نه وي كوم چې د كشمير مسئلې د منصفانه او تل پاتي حل يوازينې ضمانت دے۔
متعلقہ مضامین
-
مسلمان اس بات پر متفق ہیں کہ مسلمان فلسفی ابن
-
جیسے مسلم دنیا میں مغربی اثر و رسوخ بڑھتا گیا
-
کی وفات کے بعد کی صدیوں میں مسلمانوں نے بہت
-
میٹھا بونان: ایک جادویی کہانی
-
ميثا بونانزا
-
ḥ-Ṣ-P-N: ہاٹ اسپن کی کیا اہمیت ہے?
-
حَاتِ اسپَن: سجلات الورود والثقافة
-
الحات اسپن: تقنيات متقدمة في مجال التكنولوجيا
-
آدوي تھی تیسپان
-
ہاٹ اسپن اور اس کی عالمی اثرات
-
قسم: ایک پیشین دراسة
-
Brunnachenzha: die Stadt im Herzen des Kontinents