اسلام آباد۔1نومبر (اے پی پی) وزیراعظم شهباز شريف د نهې په ورځ په دوه ورځنۍ دوره چين ته روان شو۔ د وزيراعظم آفس ميډيا ونګ لخوا د جاري شوي بيان له مخې خارجه وزير بلاول بھټو زرداری، د خزانې وزير اسحاق ډار ٬ د موصلاتو وفاقي وزير مولانا اسعد محمود ٬ د منصوبه بندۍ وفاقي وزير احسن اقبال ٬ د اطلاعاتو وفاقي وزيره مريم اورنګزېب ٬ د رېلوے وفاقي وزير سعد رفيق ٬ د سرمايه كاري بورډ وفاقي وزير چوهدری سالک حسین، د دفاعي پېداوار وفاقي وزير سردار اسرار ترین، خا مرستيالان طارق فاطمی، سید فهد حسین، ظفر الدین محمود، جهانزیب خان او د سندھ اعلی وزير سيد مراد علي شاه د وزيراعظم په پلاوي كښې شامل دے۔ د روان كال اپرېل مياشتې په 11 مه نېټه د وزارت عظمی منصب سنبالولو څخه وروستو دا د وزيراعظم د چين اولنۍ دوره ده۔ وزيراعظم شهباز شريف د چين د رياستي كونسل وزيراعظم لی کی چیانګ په بلنه دا دوره كوي۔ د چين د كميونسټ پارتۍ تاريخي 20 مې نېشنل كانګرېس غونډې څخه وروستو وزيراعظم د چين دوره كوؤنكو اولنيو لارښودو كښې شامل دے۔په دې موقعه به وزيراعظم سره د لوړې كچې يو پلاوې هم وي۔ د وزيراعظم شهباز شريف دوره د داړو هېوادونو ترمينځه د مشرتابه په كچه د پرله پسې رابطو كړۍ ده۔ وزيراعظم به د خپلې دورې په مهال د چين صدر سره ملاقات او خپل همڅنګ سره د پلاويو په كچه خبرې كوي۔ د دواړو هېوادونو مشرتابه به د ستراتيجيكي همكارۍ جاج اخلي۔ ملاقاتونو او غونډو كښې به په سيمه ايز او نړيوال صورتحال د خيالاتو څرګندونه كولې شي۔ هيله ده چې په دې مهال په پراخا كچه د دوه اړخيزه مرستې ايجنډه مخ په وړاندې بوتلې شي۔ د دې دورې په مهال د تفاهم د يو شمېر يادښتونو لاس ليك كېدو هم امكان دے۔ دغسې دې دورې سره د چين پاكستان اقتصادي راهدارۍ رفتار د لا ګړندي كېدو هم امكان دے۔ د سي پېك حوالې سره د جوائنټ كوآپرېشن كمېټۍ (جے سي سي) غونډه د اكتوبر په 27 مه نېټه شوې وه
متعلقہ مضامین
-
PM Imran Khan pledges to accelerate CPEC related projects
-
Farrukh grieves over martyrdom of Army Captain in Tank operation
-
Terrorism major threat to Pakistan’s stability: Dr Moeed
-
Terrorism major threat to Pakistan’s stability: Dr Moeed
-
KP CM directs implementation of dengue action plan
-
Significant steps being taken to empower women: Sh Rashid
-
Hiring of 5,000 cops for Hazara division to be started soon
-
KP CM directs implementation of dengue action plan
-
COVID declines while dengue rises in Karachi
-
Pakistan takes part in int’l military training moot
-
Teenage girl raped in Lahore
-
Teenage girl raped in Lahore