اسلام آباد۔8اکتوبر(اے پی پی) د قامي اسمبلۍ سپيكر راجه پروېز اشرف او ډپټي سپيكر زاهد اکرم دراني وئيلي دي چې د پېغمبر علېه السلام ژوند ټول کائنات لپاره د لارې مشال دے په كوم عمل كولو سره چې مونږ په دنيا او آخرت كښې كاميابي ترلاسه كولې شو او هغه د ټولو لپاره د رحمت سرچينه ده چا چې انسانیت د جهالت له تیارو څخه راوویست او د انسانیت لوړو پوړو ته يۍ ورسولو۔ د دې خيالاتو څرګندونه دوئي د ميلاد النبي په موقع وكړه كومه به چې د اكتوبر په نهمه نېټه ډېر مذهبي جوش او جذبې سره نمانځلې شي۔ سپیکر په دې موقعه اسلامي نړۍ ته مبارکي وركولو سره ووئيل د نبي كريم (ص) ژوند مبارك د ټول انسانیت د پرمختګ او لارښوونې سرچینه ده۔ هغه ووئیل د رسول كريم (ص) د سنتو پېروی كولو سره مونږ د خپلو ټولو ستونزو حل لټولې شؤ۔ ده ووئيل د سېلاب ځپليو بحالۍ لپاره د انصار په ډول د جذبې څرګندونې ته اړتيا ده۔ ده په دې طبيعي آفتونو كښې پروردګار ته د رجوع كولو او د نبي كريم (ص ) په لارښوونو د عمل كولو په حاجت زور راوړو۔
متعلقہ مضامین
-
CM chairs meeting of WCLA to review progress
-
Glowing tribute paid to Shaikh Tajammul-ul-Islam
-
Glowing tribute paid to Shaikh Tajammul-ul-Islam
-
Tripartite MoU signed to combat viral hepatitis in prisons
-
PM Khan brought an end to two-party system: Haleem
-
Tripartite MoU signed to combat viral hepatitis in prisons
-
Tripartite MoU signed to combat viral hepatitis in prisons
-
Activists demand inclusion of climate change in SNC
-
Use of EVM essential for transparency in electoral system: Dr Shahzad
-
Use of EVM essential for transparency in electoral system: Dr Shahzad
-
A destabilised, chaotic Afghanistan can again emerge as a safe haven for terrorists: Imran Khan
-
95% of Pakistanis in favour of teaching Quran as compulsory subject