اسلام آباد 09ستمبر (اے پي پي) خارجه وزير شاه محمود قرېشي وئېلي دي په بشري بنيادونو د افغانستان مرسته كوو٬په افغانستان كښې د انساني بحران مخ نيوي لپاره كه څوك د افغانستان په سمدستي توګه مرستې له چمتو نه دي نو كم از كم د ديواليه كېدو څخه دې افغانستان وساتلے شي ۔د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني ووئيل پاكستان زمونږ ستراتېژكي شراكتدار دے٬پاكستان سره د دفاعي او اقتصادي څانګو پشمول په بېلو څانګو كښې اړيكې لا مستحكمول غواړو۔د زيارت په ورځ د پلاوي په كچ د خبرو اترو نه پس په خارجه وزارت كښې شريك خبري كنفرنس ته په خپله وېنا كښې خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل د پلاؤيو په كچه هم ګټه ورې خبرې شوي۔ده ووئيل افغان امن عمل كښې د قطر او په خاص توګه د خارجه وزير شېخ محمد بن عبدالرحمان الثاني كردار د ستائنې وړ دے۔ده ووئيل د قطر خارجه وزير ما د بېلو هېوادونو خارجه وزيرانو سره د شوو خبرو اترو نه خبر كړے۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ دې خبرې ته صلاح شوي يو چې د افغانانو تحفظ او معاونت ته اړتيا ده دغسې مونږ له به د امن په ضد عناصرو باندې نظر ساتل وي۔شاه محمود قرېشي ووئيل مونږ په بشري بنيادونو د افغانستان مرسته كوو٬په دې لړ كښې پاكستان وړاندې څخه د مرستې سامان كابل ته لېږلے ٬ دغسې په سباؤن كښې به په زمكيزه لاره نور سامان هم كابل ته لېږلے شي۔ده ووئيل مونږ د پاكستان او قطر ترمينځه د دوه اړخيز مرستې مېكنزم لا فعاله كولو ته اتفاق كړے ۔ به جغرافيائي اعتبار سره يو بل سره د نزدې پاتې كېدو په وجه د فوډ سېكورټي په څانګه كښې مرسته زياتولې شوو ۔ ده ووئېل په دې خبره خوشحالي محسوسوم چې قطر سماجي او اقتصادي څانګه كښې د نورو پاكستانيانو د خذمات ترلاسه كولو خوښي لري۔شاه محمود قرېشي ووئيل ما د قطر خارجه وزير ته خواست كړے چې قطر ته تلونكي هغه پاكستانيان كومو ته چې ويكسين لګېدلي هغوي له په كور كښې د قرنطينه آسانۍ وركړې۔د قطر نائب وزيراعظم او خارجه وزير ووئيل قطر او پاكستان خپلو كښې د ورورولۍ اړيكې لري٬پاكستان زمونږ ستراتېژېكي شراكتدار دے۔مونږ د پاكستان سره دفاعي او اقتصادي څانګو پشمول په بېلو څانګو كښې دوه اړخيزه اړيكې لا مستحكمول غواړو۔دوي ووئيل مونږ په افغانستان كښې امن٬استحكام او خوشحالي ليدل غواړو او په افغان امن عمل كښې د پاكستان د مخلصانه هڅو ستائنه كوو
متعلقہ مضامین
-
TME organises Chinese New Year celebration
-
ATC seeks final arguments in Perween Rahman murder case
-
Global peace efforts in Afghanistan stressed to counter Indian proxy war against Pakistan
-
MULTINATIONAL MARITIME EXCERICISE AMAN-2021 CULMINATES WITH THE CONDUCT Of INTERNATIONAL FLEET REVIEW (IFR)
-
MULTINATIONAL MARITIME EXCERICISE AMAN-2021 CULMINATES WITH THE CONDUCT Of INTERNATIONAL FLEET REVIEW (IFR)
-
MULTINATIONAL MARITIME EXCERICISE AMAN-2021 CULMINATES WITH THE CONDUCT Of INTERNATIONAL FLEET REVIEW (IFR)
-
Opposition will be surprised by Senate results: Punjab Governor
-
Prime Minister desires transparent Senate elections: Shibli
-
Nisar among nine lawmakers unable to cast votes in Senate polls
-
PM thanks overseas Pakistanis for sending $500m through RDA
-
Opposition will be surprised by Senate results: Punjab Governor
-
PTI to emerge victorious in Senate polls: Imran Khan