اسلام آباد 10اګست (اے پی پی)د خارجه دفتر وياند زاهد حفیظ چوهدری وئيلي دي پاکستان د هند سره خبرو اترو له چمتو دے خو هغوي له به د كشمير پشمول په ټولو مسېلو خبرو اترو لپاره د وړاندې څخه ښه چاپيرچل باوري كول وي۔پاکستان مقبوضه جمو او کشمیر كښې د بې ګناه کشمیریانو ژوند بچ كولو لپاره هر ممكن ګامونه پورته كوي ۔د نهې په ورځ د اے پي پي په هېډكوارټرز كښې د خارجه پالېسۍ بيانيې په اړه د خبريالانو د بېلو پوښتنو ځواب وركولو كښې وياند ووئيل د پاكستان او هند ترمينځه اړيكې ښه نه دي خو ده ووئيل پاكستان د هند پشمول د ټولو ګاونډيانو سره د امن ناكه اړيكو خوښي لري٬وياند ووئيل پاكستان په نړيواله كچه د كشمير شخړه په ښه ډول پورته كوي۔ده ووئيل پاكستان د تېرو 7 لسيزو راهسې د كشمير په حقله په خپل موقف ولاړ دے خو هند د سلامتي كونسل سره د كړو خپلو لوظونو څخه په شا شوے او د 5 اګست 2019 د يو اړخيزه او غېر قانوني اقداماتو پشمول څو وارې د خپل موقف څخه ورسوتو شوے ۔وياند په پاكستان كښې تخريبي هلو ځلو كښې د هند لاس لرل رامخې ته كولو سره ووئيل پاكستان په دې لړ كښې نړيوالې ورورولۍ له د شواهدو سره ډوزيئر وركړے خو هند غېر د كوم ثبوت نه د پاكستان په ضد تورونه لګوي۔د امريكې او د چين سره په اړيكو كښې د توازن په حقله د يوې پوښتنې په ځواب وياند ووئيل د كوم هم هېواد سره زمونږ اړيكې دې د بل هېواد سره موازنه نه كړے شي۔وياند ووئيل د افغانستان٬موسمي بدلون٬سيمې او د معيشت پشمول په ګڼو چارو د پاكستان او امريكې په نكته نظر كښې مماثلت شته٬وياند ووئيل تر څو چې د چين تعلق دے دا يوازې اړيكې نه بلكې باور او د ورورولۍ په بنياد شراكتداري ده۔مونږ د دواړو هېوادونو سره يو ډول اړيكې لرو خو پريكړې د قامي مفادات تر مخه سره كېږي۔ د سيمه ايز اقتصادي استحكام وژن په حقله وياند ووئيل روس سره د پاكستان په اړيكو كښې بدلون راغلے٬د روس په مرسته مېګا پاك سټرين ګيس پائپ لائن په منصوبه زر تر زره عملدرآمد متوقع دے۔د مينځني آسيا د ايران پشمول نورو متبادلو لارو په حقله د يوې پوښتنې په ځواب ده ووئيل په دې لړ كښې به سياسي عزم٬معاشي اړخونه او د امنيت په صورت پريكړه كول وي۔ وياند خارجه دفتر او اے پي پي پارټنرز ګرځولو سره د خارجه پالسېۍ په حقله قامي بيانيې په ښه ډول رامخې ته كولو او د ناسمه معلوماتو مقابلې كولو لپاره د قوي ذريعې په توګه د قامي خبر رسنې ادارې پروفېشنلزم وستائېلو۔
متعلقہ مضامین
-
Nawaz demands respect for constitution, law and vote
-
If North, South Korea can make progress towards peace, so can we: Indian High Commissioner
-
Pakistan’s effort recognised, but ‘definitive action’ sought against Haqqanis, Afghan Taliban
-
‘Ailing’ Dar seems in good health in London
-
لکی لیڈیز چارم
-
نقص رؤیہبرق: تأثیرات بر باطل مایاب در جامعه اور سیاست
-
Лакхи Лидес Чармz
-
آیسحاق بن موسی دریقن: زندگی و
-
آییشا ڈریگن: یہ کیسے ایک نویہ لیتورتی ہے
-
أیشیا ڈرگن: الحب والفن في الأدب العروبي
-
ایشیادریگان: میرا سهم الاهتمام
-
نۆقۇ نے گرم سے زیادہ گرم