اسلام آباد۔4اپریل (اے پی پی) د كورنيو چارو وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي د كشمير مسئلې نه غېر هند سره تجارت كېدې شي او نه خبره۔ حكومت د اپوزيشن هېڅ فكر نه كوي۔ پي ډي اېم ختم شوے دے۔ كابينه خپل كار كوي۔ وزيراعظم عمران خان ټولو وزيرانو ته ټاسك وركړے دے۔ د حكومت يوه مسئله ده او هغه ګراني ده۔ عمران خان په خپله وئيلي دي رمضان كښې به د ګرانۍ مسئلې ته پخپله پام كوم۔ د غوړو ٬ چيني او اوړو په شمول په ځينو څيزونو به وزيراعظم په خپله نظر ساتي۔ دا د وزيراعظم غوره ستراتيجي ده۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د اتوار په ورځ اسلام آباد كښې د روغتيا نړيوالې ادارې كنټري استازو سره د کوویډ 19 خبرتيا كمپائن په اړه راجوړې كړې شوې دستورې ته خطاب او وروسته ميډيا سره خبرو كښې وكړه۔ د هند په اړه د پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل لمر د مغرب نه راپورته كېدے شي تر كومې چې هند د كشمير نه دفعه 370 بېرته نه اخلي هند سره نه تجارت كېدې شي او نه خبره ۔ هغه ووئيل دا كرېډټ د وزيراعظم عمران خان دے چا چې كابينې ته ووئيل دا فضول او غلطه خبره ده۔ هغه ووئيل په دې معامله شاه محمود قرېشي ته هم كرېډټ وركوم۔ د پي ډي اېم په اړه د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پي ډي اېم ختم شوے دے۔ پیپلز ګوند نوے سټېنډ اخستے دے۔ په پي اېم اېل اېن كښې نوې خبرې رامخې ته كېږي۔ چې ګټه به ئې پي ټي آئي ته كېږي۔ د مريم نواز په اړه هغه ووئيل د اي سي اېل نه د نامې وېستلو له د مريم نواز لخوا كوم خواست راغلے نه دے۔ هغې په خپله وئيلي دي كه پلېټ كښې راته بورډنګ كارډ او ټكټ راكړې شي بهر به لاړه نه شمه۔ هغه ووئيل ما عمران خان سره په دې اړه خبره وكړه كه مريم نواز خپله خواست وكړي نو هغه ووئيل دا سوال هم نه پېدا كېږي۔ او كله چې وزيراعظم دا خبره وكړي نو بيا داخله وزارت اجازه وركولې نه شي۔ هغه ووئيل په اېف آئي اے كښې بنيادي بدلونونه راوستلې شي۔ ځينې د اتلس شلو كلونو نه په يو ځائې ناست دي او څوك د درې كالو نه زيات ناسته كولې نه شي۔ هغه ووئيل جهانګير خان ترين سره مې هېڅ رابطه نشته۔ زه بل چاته نزدې نه يم۔ زه يوازې عمران خان ته نزدې يم او د هغه د كابينې برخه يم۔ هغه ووئيل آصف زرداري سينې سره د تاش پتې نيسي او لوبه كوي۔ هغه په ټولو لوبې وكړې۔ دوئي خو وئيل د دسمبر 30 مه نېټه آر يا پار٬ بيا د جنورۍ 13 مې نېټې نه تر 23 مې نېټی ورسېدل۔ هېڅ آر پار رامخے ته نه شو بلكه دوئي خپله ختم شول۔ لانګ مارچ خو دې وكړي
متعلقہ مضامین
-
Pakistani woman wins distinction at China International Literature Festival
-
2,547 more Covid-19 cases, 18 deaths reported across country
-
MOHR conducts awareness session on usage of Zainab Alert app
-
Court sends PML-N former MPA to jail on 14-day judicial remand
-
Court sends PML-N former MPA to jail on 14-day judicial remand
-
36 more lose lives; Sindh sees highest single-day surge in over four months
-
US assures Pakistan of ‘continued help’ in Afghan peace process: ISPR
-
Punjab Police using IT to maintain rule of law in society: IGP
-
Punjab Police using IT to maintain rule of law in society: IGP
-
Japan to seriously examine Pakistan’s dossier on Indian terrorism
-
History of League of Nations and United Nations
-
Fruits of ‘economic discipline’ must reach common man: PM