اسلام آباد 21 جنوري(اے پي پي) صدر ډاکټر عارف علوي وئيلي دي د معذورۍ سرټيفکيټ آسان او په سمدستي توګه ترلاسه كېدو لپاره ون ونډو آپرېشنز معرفي كولو ته اړتيا ده، اړوند شراكت دار دې د خاص كسانو آسانۍ لپاره په اسلام آباد كښې د طبي پوهانو او د نادرا په نمائندګانو مشتمله يو اداره جاتي نظام جوړ كړي۔ د دې خيالاتو څرګندونه ده د زيارت په ورځ د خاص كسانو رجسټرېشن پحقله د غونډې مشرۍ په مهال كړې۔ په غونډه كښې د وزيراعظم قامي صحت لپاره خاص مرستيال ډاکټر فېصل سلطان، د غربت كمولو او د سماجي تحفظ خاص مرستيالې ډاکټر ثانيه نشتر، د نادرا چيئرمېن عثمان يوسف مبين او د صحت وزارت چارواكو ګډون كولو۔ په دې موقع صدر ډاکټر عارف علوي ووئيل د معذورۍ سرټيفکيټ آسان او په سمدستي توګه ترلاسه كېدو لپاره ون ونډو آپرېشنز معرفي كولو ته اړتيا ده٬ د سرټيفيکيټ او رجسټرېشن موجوده عمل سست او ګران دے، د دې آسانولو ته اړتيا ده۔ ده ووئيل خاص كسان د هېواد د آبادۍ د 12 نه تر 14 فيصده دي٬ اړوند شراكت دار دې د خاص كسانو آسانۍ لپاره په اسلام آباد كښې د طبي پوهانو او د نادرا په نمائندګانو مشتمل يو اداره جاتي نظام جوړ كړي، د معذورۍ په تعريف د اتفاق پېدا كولو او د معذورانو تصديق لپاره دې صوبو سره مشاورت وكړے شي۔ په دې موقع صدر ته د بريفنګ په مهال ووئيل شول تر اوسه نادرا سره 3 لكه 39 زره نه زيات خاص كسان رجسټرډ شوي، د احساس پروګرام له مخې د خاص كسانو پحقله سروے به جون كال 2021 كښې بشپړه شي
متعلقہ مضامین
-
SBP hikes policy rate for the fifth time in FY19
-
Increase in oil prices expected
-
Sequence of events following the crash at Budgam being investigated
-
Imran felicitates ‘friend of Pakistan’ on poll victory
-
Divisive politics in Indian polls
-
No plans to rename BISP: Fawad
-
F-16s or JF-17s; whichever downed Indian jets is irrelevant: ISPR
-
Dengue fever threat looms over Kech again
-
Australian High Commissioner praises Pakistan’s role in UN Peace Mission; terms PSL very successful event
-
Australian High Commissioner praises Pakistan’s role in UN Peace Mission; terms PSL very successful event
-
May Almighty save Sindh from wrongdoings of rulers: Khursheed Shah
-
Ready to respond to allegations hurled by Bilawal: Afridi