ملتان 30 ستمبر(اے پی پی)د سينيټ چيئرمېن سيد يوسف رضا ګېلاني وئېلي دي د هېواد د معيشت انحصار په كركيله دے ٬ كركيلې يا كاټن ته د پام نه كولو هېواد ته په معاشي توګه زيان رسولې شي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ملتان كښې د پاكستان كاټن جنرز اېسوسي اېشن تر سيوري لاندې د سوګند وركولو دستوره كښې د وينا كولو په مهال وكړه ۔سيد يوسف رضا ګېلاني ووئيل زمونږ په حكومت كښې ټول پام كركيلې ته كېدو٬د ټولو څيزونو بيعې هم مستحكمې وې او په هېواد كښې خوشحالۍ وې۔د سېنیټ چيئرمېن كاټن جينر ته باور وركړو چې ستاسو مسئلې به په ترجيحي بنيادونو حل كولې شي۔ده ووئيل د سېنېټ قائمه كمېټۍ كښې د كاټن جنرز اېسوسي اېشن غوښتنو منظوري وړومبۍ ترحيع ده او وفاقي حكومت ته به هم وئېلي شوي چې د صنعتكارو٬كروندګرو او كاټن جنرز مسئلې وړومبۍ حل كړئ ۔د دستورې په آخر كښې سيد يوسف رضا ګېلاني د پاكستان كاټن جينرز اېسوسي اېشن نوو ټاكلے عهديدارو او غړو څخه سوګند واخست او هغوي له يې مباركي وركړه۔
متعلقہ مضامین
-
Food subsidy to provide relief to weaker segments of society: Ilyas
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
Security at Torkham border to ensure entries, no humiliation to Afghans: Official
-
92pc kids vaccinated against Covid-19 in Punjab
-
Danish envoy visits water purification plant, distributes clean water among flood victims
-
World Tourism Day to be marked on Sept 27
-
Everyone delivers speeches, but do nothing when in power: IHC CJ
-
Apology-accepted-deferred
-
Govt vehemently dismisses criticism on transgender bill
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting
-
Faisal Javed agrees with SC advice
-
Alvi trying to arrange govt-opp meeting