اسلام آباد 04 اګست (اے پي پي) د رېلوے وفاقي وزير شېخ رشيد احمد وئيلي دي چې مونږ يو ژوندے قوم يو او مونږ ته پوره قوت او طاقت سره خپل پوځ او پاكستان سره ودرېدل دي٬ د كشميريانو د آزادې هڅې په سوشل مېډيا او الېكټرانك او پرنټ مېډيا د نړې په وړاندې په ډاګه كولو لپاره دې ځوانان راوځي٬ مونږ كشميريانو سره اوګه په اوګه ولاړ يو٬ د هند وزيراعظم مودي په بنيادي توګه ترهګر دے۔ د اتوار په ورځ په خپل يو بيان كښې ده ووئيل چې په راتلونكو دوه اونيو كښې په كشمير كښې حالات نور هم مخ په خرابېدو په نظر راځي٬ هند 40 زره نور پوځ كشمير ته راوستلې۔ ده ووئيل چې مونږ ته سخت تكليف د ډونلډ ټرمپ ا و د عمران خان د كاميابو مذاكراتو په نتيجه كښې رسېدلې۔ ټرمپ مودي بې پردې كړې٬ په امريكا كښې موده يو څه او په هند كښې بل څه وائي۔ ده ووئيل چې مونږ يو ژوندے قوم يو او مونږ ته پوره قوت او طاقت سره خپل پوځ او پاكستان سره ودرېدل دي٬ د كشميريانو د آزادې هڅې په سوشل مېډيا او الېكټرانك او پرنټ مېډيا د نړې په وړاندې په ډاګه كولو لپاره دې ځوانان راوځي۔
متعلقہ مضامین
-
Ombudsman calls for resolving grievances of overseas Pakistan
-
HIV prevalence rate in Pakistan stands at 0.12 per 1,000 population: report
-
KP prepares Provincial REDD+ Action Plan for management of forest resources
-
CCTV cameras to be installed in police stations to improve efficiency: IG Sindh
-
Marriage hall sealed in Tarnol over one-dish policy violation
-
Soldier martyred in exchange of fire with terrorists in North Waziristan: ISPR
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
One killed as gunmen storm Sikh temple in Afghan capital
-
Dua Zahra’s father moves SC against SHC’s decision
-
FATF and Pakistan
-
Recognising Imran’s hypocritical face, masses have rejected protest call: Marriyum
-
President returns Elections (Amendment) bill 2022 unsigned