اسلام آباد 30 جولائي (اے پي پي) اولس مشر ډاكټر عارف علوي ووئيلي دي چې غريبۍ ٬ موسمي بدلون٬ صحت ٬ تعليم او آبادۍ كښې د زياتوالې پشمول سيمه ايز او د نړيوالو مسئلو مخنيوي لپاره شريكې تګلارې ته اړتيا ده٬ د پېښو مسئلو مخنيوي لپاره جمهوريت او د پارلمان كردار زيات اهميت لري٬ كنفرنس به منطقه كښې د غريبۍ ختمولو او كوټلې پرمختګ ترلاسه كولو له مرستياله وګرځي۔ د اولس مشر ډاكټر عارف علوي د دولت مشترکه پارليماني ايسوسي ايشن اسياء ريجن کنفرنس كال 2019 ته خپلې وېنا كښې وكړې۔ ده ووئيل د عام وګړي د مسئلو حل كولو ذمه واري د پارلمان ده٬ په هر حكومت كښې پارلمان مهم كردار لري٬ ده ووئيل زياتره سياسي ګوندونه د ماډل وېلفيئر سټېټ اېجنډې سره په اقتدار كښې راغلې٬ نړۍ كښې هر ځائ حكومت چلولو لپاره پارلمان ښه ذريعه ده۔ ده ووئيل نړۍ كښې د سرمايه كاري نظام له امله د مساواتو عمل ځپلې شوې دې۔ ده ووئيل نړۍ كښې د آبادۍ اضافې سره سره شخړې هم زياتې شوې۔ ده ووئيل نړۍ كښې ماحولياتي بدلون د يو زياتېدونكي خطر په توګه رامخې ته شوې ده۔ ده ووئيل نړۍ كښې اسلامو فوبيا د خطر په توګه رامخې ته كولې كېږي چې ورسره شخړې زياتې شوې دي۔ په دې كنفرنس كولو د قامي اسمبلۍ سپيكر د مباركۍ حقدار دے۔ ده ووئيل زياتره سياسي ګوندونه د ماډل وېلفيئر سټېټ اېجنډې سره په اقتدار كښې راغلې۔ ده ووئيل د ملګرو ملتونو په منشور كښې د هېوادونو ترمېنځه او د هېوادونو دننه خپل آئين كښې د اولس د خېرښګړې ضمانت وركړې شوې دې٬ قانون سازۍ د پارلمان ذمه واري ده او د قوانينو تشريح د اعلٰې عدالت اختيار دے٬ ايګزيکټو په دې د عمل درامد ذمه وار دي او په منطقه كښې د ميديا آزادي يو ډول اهميت لري۔ اولس مشر ووئيل پاكستان د 35 لكه افغان كډوالو كوربتوب كړې دې كوم چې د انسانيت او مساواتو غوره مثال دې۔ ده ووئيل په پارلمان كښې د نړيوالو چارو په ځائ قامي چارو ته اهميت وركولې شي٬ بايد مونږ پارلمان كښې په نړيواله كچه په اولس آغيز كوٶنكو چارو خبرې اترې وكړو۔ ده ووئيل نړۍ كښې اسلامو فوبيا د خطر په توګه رامخې ته كولې كېږي چې ورسره شخړې زياتې شوې دي٬ د رنګ، نسل او مذهب په بنياد د خلقو ترمېنځه پېدا كولې كېږي۔ ده ووېيل دولت مشترکه پارليماني ايسوسي ايشن اسياء ريجن د نړيوال شخړو په هواري كښې كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل د پاكستان پشمول د منطقې سباٶن روښانه ده۔ په دې موقع د يوګنډا سپيكر ٬ د ماليزيا پارلماني غړي٬ د كېمرون دوهم سپيكر او نورو هم كنفرنس ته وېنا وكړه او د خپلو زرينو خيالاتو نه ئې ګډون كوٶنكي خبر كړل۔(ګ ل/
متعلقہ مضامین
-
World day to Combat Desertification & Drought to be marked on June 17
-
World day to Combat Desertification & Drought to be marked on June 17
-
Muzaffargarh- third rape incident reported in 48 hours
-
Ishrat Ali removed as secretary overseas Pakistanis
-
Govt presented tax-free and people-friendly budget: Hamza
-
Rs990m allocated for 14 schemes of wildlife deptt
-
Inquiry ordered into scholarship obtained by Shahbaz Gill’s wife
-
Salient features of Punjab budget 2022-23
-
CM lays foundation stone of Kundia road in Kohistan
-
Court exempts PM, Punjab CM from appearance in money laundering case
-
SC disposes of contempt petition against Sheikh Rashid
-
Minister for active participation of lawmakers in NA’s budget session