اسلام آباد 06 جولائي (اے پي پي﴾ د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې فلمونه د ټولنې د كلتور٬ اقدارو او د تشخص په ډاګه كولو مهمه ذريعه وي٬ د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې د فلمي صنعت بحالي او پرمختګ د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ د فلمي صنعت ستونزې حل كولو او د هنرمندانو خېر ښېګړې لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي٬ فلم پروډيوسرز او ډائرېكټرانو سره په مشوره به د دې صنعت د ستونزو حل لپاره يوه جامع حكمت عملي جوړولې شي۔ هغې دا خبرې د خالي په ورځ په لاهور كښې د فلم پروډيوسرز او ډائرېكټرانو پلاوي سره د ملاقات په مهال وكړې۔ پلاوي د ملاقات په مهال د وزيراعظم خاص مرستياله د دې صنعت د ستونزو نه خبره كړه۔ په دې موقع د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان ووئيل چې فلمونه د ټولنې د كلتور٬ اقدارو او د تشخص په ډاګه كولو مهمه ذريعه وي٬ د وزيراعظم عمران خان د وژن له مخې د فلمي صنعت بحالي او پرمختګ د حكومت وړومبې ترجيح ده٬ د فلمي صنعت ستونزې حل كولو او د هنرمندانو خېر ښېګړې لپاره به هر ډول ممكنه اقدامات كولې شي۔ هغې ووئيل چې هنرمندان زمونږ قومي اثاثه ده او د دوي خېر ښېګړې لپاره كار كول په مونږ لازم دي۔ هغې ووئيل چې ٬ فلم پروډيوسرز او ډائرېكټرانو سره په مشوره به د دې صنعت د ستونزو حل لپاره يوه جامع حكمت عملي جوړولې شي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt bans weddings after 10pm in Capital
-
Fight, shooting outside University of Narowal
-
Govt to sell flour to KP people at cheaper rates
-
Gusty winds to lower intense heatwave today
-
Construction work on long awaited Kalash Road resumes
-
SHC allows Dua Zahra to decide her own fate
-
KMU organizes workshop on examination process
-
Governor terms education, environment, thalassaemia top priorities
-
PM abolishes taxes on raw materials of export industry
-
COAS satisfied with progress of Operation Radd-ul-Fasaad
-
NAB chairman to be appointed through selection committee: Shahadat
-
Long March: PHC grants bail to CM KP Mehmood Khan