اسلام آباد 22 جون (اے پي پي) د وزيراعظم د اطلاعاتو او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئيلي دي چې مريم نواز په خپل ګوند ځانمرګي بريد كړے٬ د هغې لخوا په ميثاق معيشت پورې ټوكې كول په خپل تره شهباز شريف پورې ټوكې كول دي٬ ن ليګ په دوه بيانيو كښې ډوب شوے٬ بايد مريم صفدر د خپل تره نه د ګوند د مشرې نه د استعفٰي وركولو غوښتنه كړې وه٬ مريم نواز په خپله په ضمانت ده٬ د هغې جرم ختم شوے نه دے٬ دا نوې پاكستان دے٬ دلته به يوازې د آئين او قانون حكمراني وي٬ د اميرقطر لخوا پاكستان ته راتګ د عمران خان د هېواد دوست په پالېسې د باور څرګندونه ده٬ كومې لوظنامې چې كېدونكې دي٬ هغه به پاكستان لپاره د نوي سهار پېغام جوړې شي٬ وزيراعظم عمران خان هېواد سرمايه كار دوست هېواد جوړوي۔ د خالي په ورځ خبري كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل چې مريم نواز د قطر امير دوره خرابولو لپاره نننۍ ورځ خبري كنفرنس لپاره ټاكلې وه۔ هغې ووئيل چې امير قطر پاكستان لپاره د سرمايه كارې پېكج راوړي۔ دا د وزيراعظم عمران په سفارتي كچه لويه بريا ده۔ د دې نه وړاندې به چې كله د قطر ذكر كېدو نو ورسره به د قطري خط ذكر هم كېدو۔ اوس د دواړو هېوادونو اړيكې قوي شوې دي او د سرمايه كارې د نويو موقعو پېدا كېدو ثبوت دے۔ فردوس عاشق اعوان ووئيل چې سزا شوې پاكستانې مېرمنې د قطري خط له امله شهرت ترلاسه كړے۔ د وزيراعظم مرستيالې ووئيل چې اپوزيشن ته خو د حكومت په ضد تحريك چلول و٬ زه پوښتنه كوم چې چرته لاړو هغه تحريِك٬ هغې ووئيل چې په كوم ډول په قومي ادارو بريدونه وكړې شول٬ څو څو ځله په عدالتونو تنقيد وكړے شو۔ ته خو د دې نه وړاندې په ډان ليكس كښې هم ككړه وې٬ تاسو مودي سركاري كور ته راوستلو سره د پاكستان نه د لاتعلقې اعلان كړے۔ اولس د راج كماري او د هغې د وينځو بيانيه رد كړې۔
متعلقہ مضامین
-
International solar energy meet concludes at Expo Centre Lahore
-
Imran lost senses after losing power: Tarar
-
Khursheed Shah urges expedition of projects for additional water
-
Shifting Yasin to isolated cell in Tihar jail deplorable: Mushaal
-
Open house job fair held at NUML
-
IHC grants bails to Asad Qaiser, Hammad Azhar
-
NEPRA raises electricity tariff by Rs7.9 per unit
-
Govt to file treason case against Imran Khan over ‘Azadi March’
-
PM’s Turkey visit to attract Turkish investment in energy sector: Khurram Dastgir
-
PM’s Turkey visit to attract Turkish investment in energy sector: Khurram Dastgir
-
PHC gives IK pre-arrest bail in Azadi March FIRs
-
ECP to notify reserved PA seats after by-polls