اسلام آباد 15 جون (اے پي پي﴾ د احتساب قومي بيور﴿نېب﴾ په العزيزيه ريفرنس كښې د نواز شريف د سزا معطلې په خواست په اسلام آباد هائي كورټ كښې جواب جمع كړو چې پكښې د خواست مخالفت شوے۔ د خالي په ورځ د نېټ دوهم پراسيكيوټر جنرل سردار مظفر عباسي د نېب جواب په اسلام آباد هائي كورټ كښې جمع كړو۔ نېب د 12 پاڼو په جواب كښې دريځ خپل كړے چې د احتساب عدالت د ټولو شواهدو د جاج اخستلو نه پس نواز شريف ته د 7 كاله قېد سزا اورولې۔ نواز شريف سزا شوې مجرم دے٬ د هغه سزا معطل كولو سره نه شي خوشې كېدے۔ نېب په خپل ځواب كښې وئيلي دي چې د العزيزيه په ريفرنس كښې د سزا په ضد خواست هم تر اورېدنه لاندې دے٬ چې كله د سزا په ضد د خواست اورېدنه مقرر شي نو بيا د سزا معطلې خواست د اورېدنې وړ نه وي۔ د نېب په ځواب كښې وئيلي شوي دي چې په طبي راپورنو كښې د نواز شريف په سمدستي توګه د سرجرې سپارښت نه دے شوے٬ د ده صحت د اندېښنې وړ نه دے او د طبي راپورونو له مخې د نواز شريف ژوند ته هېڅ خطر نشته۔ د ده د سزا معطلې خواست د اورېدنې وړ نه دے كوم دې چې خارج كړے شي۔ په دې خواست به اورېدنه د اسلام آباد په هائي كورټ كښې اوس د جون په 19مه نېټه كېږي۔ نېب د خپل تحريري ځواب اېډوانس كاپي د نواز شريف وكيلانو ته هم لېږلې۔
متعلقہ مضامین
-
CM imposes ban on rallies in Greater Iqbal Park
-
Audio of Malik Riaz’s conversation with Zardari on Imran leaked
-
Balochistan LB Elections: Polling underway in 32 districts
-
Pakistani delegation leaves for India for Indus water talks
-
Audio tape exposes IK’s hypocrisy: PM
-
Saints played vital role in spreading message of Islam: AJK PM
-
Justice continues to elude families of Shopian rape and murder victims
-
Balochistan LB Elections: Polling underway in 32 districts
-
New approaches needed to control traffic congestion in capital
-
ECP resolves 17 complaints out of 22 received in Balochistan LG polls
-
KP issues public advisory for protection from Leishmaniasis
-
Journalists need to adapt to modern requirements of journalism: Marriyum