اسلام آباد 25 مارچ (اے پی پی) اولس مشر ډاكټر عارف علوی وئيلي دي چې د پاکستان پوځ د نړۍ تر ټولو قوي ، تجربه لرونكې او منظم پوځ دې، د هېواد هر يو ځوان او سپاهی د هېواد جذبه لري، د هېواد دفاع لپاره به د كومې هم قربانۍ څخه ډډه نه شي كولې، د پاکستان ورځ پرېډ د هېواد سره د مينې جذبه رامخې ته كړې۔ ده دا خبره د ګل پھ ورځ د پاکستان ورځ پرېډ منتظمینو له د ایوارډز وركولو دستورې ته خطاب کښې وكړه۔ اولس مشر ووئيل د پاکستان ورځ پرېډ نړۍ له پيغام وركوي چې په دې كښې هيڅ شك نشته چې د پاکستان قام يو طاقتور قام دې او د هېواد د فاع لپاره به د كومې ھم قربانۍ څخه ډډه نه كوي، د پاکستان هر يو ځوان او سپاهی د هېواد سره د مينې جذبه لري۔ ده د پاکستان وسله والو ځواكونو ته پيرزوينې وړندې كولو سره ووئيل چې وسله والو پھ هر سخت وخت كښې د پاکستان بيرغ هسك كړې، د پاکستان قام او په خاص توګه وسله والو ځواكونو د ترهه ګرۍ مقابله كولو سره نړۍ كښې يو ښه مثال جوړ كړې دې۔ مونږ د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې ګڼي قربانۍ وركړې دي او ډير څه مو زده كړې دي۔ ده ووئيل د پاکستان پوځ د نړۍ يو قوي ، تجربه لرونكې او منظم پوځ دې۔ اولس مشر د پاك هند اوسني تاؤ ترېښوالې حواله وركولو سره ووئيل د پلوامه پېښې نه پس په پاکستان غلط تور لګولې شوې خو پاکستان د ذمه وارۍ څركندونه كړې۔ مونږ دښمن له ښكاره پیغام وركړې چې جارحیت ونه كړې شي ، كه كوم هم غلط اقدام پورته كړې شو نو بشپړه ځواب به وركولې شي او كله چې هند زمونږ د فضائی پولو خلاف ورزی وكړي نو ځواب به وركولې شي۔ ده ووئيل د پولې پورې غاړه د جنګ غږونه كېږي دغسې مونږ نړۍ له د امن پیغام وركړې۔ ده ووئيل د قام لپاره دا خبره د وياړ وړ ده چې پاکستان طاقت هم لري او امن كښې خوښې هم لري۔ هم دغه طاقت به تل له وي ۔ اولس مشر ووئيل نن مونږ يو نوې دور څخه تيرېږو، ایماندار او دیانتدار قیادت لرو۔ په دې موقع اولس مشر د خلیفه راشد حضرت عمر بن خطاب (رض) د زمانې د خلافت د يوې فتحې حواله وركولو سره ووئيل د سيمې فتح كولو سره سره مال غنیمت هم راغلې، كه چا ته د سرو زور خښته هم ترلاسه شوې نو هغه ئې هم مال غنیمت كښې جمع کړې۔ په دې موقع د حضرت عمر (رضي) د سترګو څخه اوښكې روانې شوې په دې زمونږ څلورم خلیفه حضرت علی (رض) پوښتنه وكړه كوم ناوړه خبر راغلې يا دا د خوشحالۍ اوښكې دي۔ حضرت عمر (رض) ووئيل نه دا د خوشحالۍ اوښكې دي او بيا ئې دې د هغه پېښې په اړه خبر كړو۔ په دې حضرت علی (رض) ووئيل دا د هغه نه بلكې ستاسو ایمانداری ده ځكه چې د ايماندارۍ اثرات د پورته نه ښكته ځي۔ اولس مشر ووئيل مونږ د هغه اعلیٰ هستیانو روایاتو څخه زدكړه كوو، زمونږ قیادت او پوځ امین دې۔اولس مشر د قائداعظم محمد علی جناح د وسله والو ځواكونو ذمه واريو په اړه د اقوال ذكر هم وكړو كوم كښې چې هغه وئيلي چې كله د پاکستان دفاع او د قام سلامتیا لپاره تاسو راوبللې شئ نو تاسو به د خپل اسلافو د روایاتو له مخې د ښه کارنامو څرګندونه كوئ۔ د پاكستان بيرغ به هسك ساتلې شي او د لوئ قام عزت او وقار به په ځائې ساتلې شي۔ ده په خاص توګه د ملګرو هېوادونو سعودی عرب، آذربائیجان، سری لنکا، برونائی، بحرین، ترکیې او چین په پریډ كښې شمولیت ستائلو سره د هغوي مننه وكړه۔ دې نه وړاندې اولس مشر د پاكستان ورځې پرېډ منتظيمنو ته ايوارډز هم وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
‘Invest in Pakistan’ Forum-2022 held in Silicon Valley
-
Meeting reviews heatwavesituation, relief operations in Cholistan
-
Moot on water, energy, food and ecosystem nexus for Indus Basin organized in RYK
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
Zameen.com organizes property sales event in Lahore
-
IHC grants more time to NAB for arguments in appeals against Zardari
-
PM starts consultations with coalition partners
-
PM starts consultations with coalition partners
-
PM starts consultations with coalition partners
-
Govt to decide between early elections, difficult economic steps today
-
Three murdered over land dispute in Khushab
-
School bus overturns in Arifwala while driver on phone