اسلام آباد 17 فروري (اے پي پي) د وزیراعظم عمران خان او سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان په موجودګۍ كښې د دواړو هېوادونو ترمېنځه په بېلا بېلو څانګو كښې د مرستې او سرمايه كارۍ د 20 اربه ماليت په 7 لوظنامو او د تفاهم په يادښتونو د لاسليك دستوره د اتوار په ورځ په وزيراعظم هاٶس كښې وشوه۔ د سعودي او پاكستان ترمېنځه د سټنېډر ډائزېشن په څانګه كښې په لوظنامه لاسليك وشو٬ د سعودي د تجارت وزير ډاكټر ماجد القاسمی او خارجه وزير شاه محمود قرېشي په لوظنامه لاسليك وكړو۔ د لوبو او د ځوانانو د چارو په څانګه كښې د مرستې په لوظنامه د سعودي خارجه وزير عادل الجبېر او د بېن الصوبائي رابطو وزېري ډاكټر فهميده مرزا ٬ د سعودي مصنوعاتو درآمد په اړه مالياتي لوظنامه د خزانې وزير اسد عمر او د سعودي خارجه وزير عادل الجبېر پرمختګ لپاره د سعودی فنډ لخوا لاسليك كړه۔د توان پېداوار فرېم ورك په لړ كښې د تفاهم په يادښت د خزانې وفاقي وزير اسد عمر او د توان خارجه وزير عادل الجبېر لاسليك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د معدني وسائلو پرمختګ كښې د مرستې په تفاهم هم لاسليك وشو۔ د سعودي د توان وزير خالد الفالح او د پټروليم وفاقي وزير غلام سرور خان په لوظنامه لاسليك وكړو۔ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د قابل تجديد توان په څانګه كښې په مرسته او د سرمايه كارۍ په لوظنامه د سعودي د توان وزير خالد الفالح او د توان وفاقي وزير عمر ایوب خان لاسليك وكړٶ۔ دې لوظنامو سره به د دواړو هېوادونو ترمينځھ اړيكې لا مستحكم شي۔ سعودي ولي عهد په دوه ورځنۍ دوره خپل پلاوي سره پاكستان ته رارسېدلې دې چرته چې ده ته ځانګړې هركلې وئيلې شوې
متعلقہ مضامین
-
Five held for kite flying, selling
-
Milvik Mobile Pakistan partners with ROZEE.PK to launch BHealthy
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
Girl killed by father for refusing to marry old man
-
Winder Dam of 3 MW capacity to be completed in 2025
-
EBM collaborates with HabibMetro for easy home-financing solutions
-
Food quality at sasta bazaars reviewed
-
Control room set up for NA-33 Hangu by-elections
-
Police committed to resolving public grievances: Younas
-
CDA 1819 helpline gets overwhelming response
-
Court exempts PM Shehbaz from personal appearance in 3 references
-
Sindh to set up centers for autism & special education