سلام آباد 17 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان د سعودي ولي عهد شهزادہ محمد بن سلمان د پاكستان دوره د دواړو هېوادونو ترمېنځه د ژورو اړيكو مظهر ګرځولو سره وئيلي دي چې د سعودي ولي عهد دورې سره به د دواړو وروڼو هېوادونو ترمېنځه د تزويراتي او اقتصادي اړيكو يو نوې دور پېل شي٬ د سعودي عرب لخوا د پاكستان په خزانه كښې درې اربه ډالره رقم كېښودلو او په موخره ادائيګۍ تېل وركولو څخه د پاكستان قوي او سوكاله ليدلو خواهش عكاسي كېږي٬ د دواړو هېوادونو ترمېنځه د اقتصادي اړيكو دائره به پراخه شي او د سرمايه كارۍ به نورې موقعې پېدا شي چې ورسره به د دواوړو هېوادونو ترمېنځه شريك باور او مستحكم تاريخي اړيكې لا قوي شي۔ وزیراعظم عمران خان د دې خيالاتو څرګندونه د اتوار په ورځ د سعودي په ګزټ كښې خپورې شوې يوې مركه كښې وكړې۔ عمران خان ووئيل د سعودي ولي عهد د پاكستان دورې په مهال به په دوه اړخيزه سيمه ايز او د نړيوالو معاملو په ټولو اړخونو د خيالاتو څرګندونه كولې شي٬ دورې سره به د سيمه ايز امن او استحكام په خاص توګه د اسلامي نړۍ پحقله په معاملو او اقتصادي٬ سفارتي او سياسي څانګو كښې په مرسته به هم د خيالاتو څرګندونه كېږي۔ ده ووئيل پاکستان د سعودي سرمايه كارو لپاره زړه راكښكونكې هېواد دې٬ د دورې په مهال به د توان ٬ پټروليم ٬ كركيلې او د انفراسټركچر په څانګو كښې د سرمايه كارۍ په امكاناتو خبرې كېږي ۔ وزيراعظم ووئيل دواړه هېوادونه د كشمير او فلسطين شخړو سولييز هواري لپاره نړيواله ورورولي فعاله كولو لپاره په ګډه هڅې كولې شي ۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه په سيمه ايز او نړيواله سلامتيا يو ډول دريځ لري او دې دورې سره به په سيمه ايز او د نړيوالې سلامتيا په چارو د خبرو اترو موقع ترلاسه شي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه افغانستان كښې د سولې ثبات د عمل په لړ كښې خپل كردار لوبولې شي۔ ده ووئيل د اسلامي نړۍ استحكام او د اسلامي هېوادونو ترمېنځه نزدې اړيكو لپاره دواړه هېوادونه د او آئي سي پلېټ فارم په موثره توګه كارولې شي۔ د سعودي لخوا په ګوادر كښې د آئل ريفارنري جوړولو په اړه د يوې پوښتنې په ځواب وزيراعظم ووئيل سعودي تېل پېدا كوٶنكو لويو هېوادونو كښې شامل دې او د توان په څانګه كښې پراخه تجربه لري كومې څخه چې پاكستان استفاده كولې شي٬ ګوادر كښې د سعودي سرمايه كارو څخه به پاكستان ته ګټه وشي۔ ده ووئيل دواړه هېوادونه اقتصادي او د كلتورې راهدارۍ پرمختګ غواړي٬ سعودي عرب سره مونږ آزمائيلې شوې اړيكې لرو۔ ده د دې توقع څرګندونه وكړه چې سعودي به پاكستان كښې د اقتصادي او تجارتي څانګو په شمول نورو څانګو كښې سرمايه كاري وكړي۔ ده ووئيل پاكستان نه يوازې سعودي بلكې نورو هېوادونو لپاره هم خپل زرعي برآمدات زياتول غواړي ۔ ده ووئيل د پاكستان بېنكنګ ٬ تعليم ٬ سائنس او ټېكنالوجي ٬ تجارت او سرمايه كاري او د تعميراتو څانګې نه علاوه فلم ٬ سېنما او د سېلګرۍ په څانګو كښې هم سعودي عرب سره د كلتوري اړيكو زياتولو خواهش لري۔ ده ووېيل سي پېك كښې به د سعودي عرب د شاملېدو هم هركلې كوٶ چې ورسره به ټولې منطقې ته ګټه وشي۔ د يوې پوښتنې په ځواب وزیراعظم ووئيل سي پېك يوازې د يوې راهدارۍ نامه نه دې بلكې د دې له مخې به خاص اقتصادي زونز ته پاملرنه كولې شي او ځائي پېداوار او صنعتكارۍ ته به وده ترلاسه شي۔ ده ووئيل حکومت په پاکستان كښې د سرمايه كارۍ ماحول ښه كولو لپاره ګڼ اړخيزه اصلاحات كوي او پاكستان سرمايه كارو لپاره زړه راښكونكې هېواد جوړٶ۔ وزیر اعظم ووئيل پاکستان كښې کاروبار كول آسانوٶ او سېلګرۍ ته دوستانه موحول وركوٶ په دې لړ كښې حكومت په يو شمېر اصلاحاتو كار كوي۔ ده ووئيل حکومت نه يوازې چين بلكې نورو هېوادونو څخه هم د صنعتونو د منتقلۍ ډاډګيرنه كوي او په پاكستان كښې ځائي او غېر ملكي اعتماد بحالوٶ۔ ده ووئيل مونږ په ځائي او غېر ملكي سرمايه كارو كښې هېڅ فرق ساتل نه غواړو٬ خارجي سرمايه او تاركين وطن هم پاكستان كښې د هر ډول خنډ نه غېر سرمايه كاري كولې شي۔ د يوې بلې پوښتنې په ځواب كښې وزيراعظم عمران خان ووئيل ګوادر كښې د سعودي آئل ريفائنري سره به ځائي پېداوار او د توان ځائي منډۍ وده ومومي او د دې نه علاوه به د هنرمند افرادي قوت پرمختګ او د ټېكنالوجۍ د منتقل كولو عمل هم پېل شي۔ ده ووئيل
متعلقہ مضامین
-
‘Establishment did not ask me to take a way out’, says PM Imran Khan
-
Strict action against ghost teachers ordered
-
Swarms of beggars irk people during Ramazan
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet
-
Strict action against ghost teachers ordered
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet after numerous dams completion
-
Imran guilty of ‘high treason’, should be tried under Article 6: Nawaz
-
Opp demands full bench to hear case
-
Balochistan’s water storage capacity reaches 68,939 acre feet after numerous dams completion
-
Imran Khan to remain in power for next 15 days
-
Remembering the legacy of Zulfiqar Ali Bhutto