اسلام آباد 06 فروري (اے پي پي) وزیراعظم عمران خان وئيلي دي د بلوچستان د اولس پرمختګ په خاص توګه ځوانان هنر منده كولو ته حكومت وړومبۍ پام لرنه كوي٬ سي پېك جوړېدو او ګوادر كښې پرمختيائي عمل سره به د بلوچستان اولس لپاره د سماجي او د معاشي پرمختګ بې شمېرې موقعې په لاس ورشي۔ وزيراعظم دا خبرې د بلوچستان عوامي تعلق لرونكو پارلماني غړو سره خپلو خبرو كښې وكړې چا چې د شورو په ورځ وزيراعظم سره ملاقات كولو۔ په ملاقات كوٶنكو كښې د دفاعي پېداوار وفاقي وزيره زبېدہ جلال، د قامي اسمبلۍ غړي سردار محمد اسرار ترین، خالد حسېن مګسي، احسان اللہ رېکي او روبینه عرفان شامل وو۔ په دې موقع د وزيراعظم خاص مرستيال نعیم الحق، وياند ندیم افضل ګوندل، ملك عامر ډوګر او ارشد داد هم موجود وو۔ د ملاقات په مهال د بلوچستان اولس د اوبو كمي پشمول په نورو رامخې ته مسئلو خبرې وشوې۔ زبېدہ جلال اېسټ بے اېكسپرېس وے جوړېدو سره پېوست د پېسيج وے په اړه د مهيانو نيوٶنكو مسئلو نه هم وزیراعظم خبر كړو او د پېسېج وے د پلنوالي ئې غوښتنه وكړه۔ وزیراعظم د ستونزې حل لپاره د اقداماتو امر وكړو۔ ده ووئيل د بلوچستان اولس پرمختګ په خاص توګه ځوانان هنر منده كول د حكومت وړومبنۍ ترجيح ده٬ سي پېك جوړېدو او ګوادر كښې پرمختيائي عمل سره به د بلوچستان اولس لپاره د سماجي او معاشي پرمختګ بې شمېرې موقعې په لاس ورشي۔ ده ووئيل د ځائي ځوانانو سكل ډويلپمنټ لپاره په بلوچستان كښې ټېكنيكل كالجز جوړٶ۔ ده ووئيل بلوچستان كښې د توان حاجت ترسره كولو لپاره د نمر توان ته پام لرنې ته اړتيا ده۔
متعلقہ مضامین
-
FIA takes Zardari’s aide Lawai in physical remand till July 11
-
Was told an example will be made out of me for challenging Khalai Makhlooq: Maryam Nawaz
-
Captain (r) Safdar not arrested despite court’s verdict
-
MQM-P has every right over Karachi: Khalid Maqbool
-
MQM-P has every right over Karachi: Khalid Maqbool
-
Fawad’s residence raided, important record and gadgetry recovered
-
Govt reduces petroleum prices
-
PPP, PML-N conned people in the name of CoD: Imran
-
Hussain Lawai remanded in FIA custody
-
NAB team off to KPK to arrest Safdar
-
My fight is against poverty, not for power
-
Sectarian discourse returns with Tehrik-e-Labbaik and Tehrik-e-Insaf chiefs’ latest outbursts