اسلام آباد ۔ 31 جنوری (اے پی پی) د روغتيا وفاقي وزير عامر محمود كياني دوه نوې اېمبولينسز هولي فېملي روغتون ته سپارلې كوم چې اېم او اېل ګروپ روغتون ته عطيه كړې دي ۔ په دې مهال د اېم اېل او ګروپ ريجنل وائس پریزیډنټ علی مرتضیٰ عباس هم موجود وو۔ وروستو وفاقي وزير عامر محمود كياني د هولي فېملي دوره وكړه۔ په دې مهال نعيم الحق هم وفاقي وزير سره وو۔ ده د روغتون بېلو وارډونو معائنه وكړه او دغلته ئې رنځورانو ته د وركړې كېدونكو آسانيو جاج واخست۔ په دې مهال ده ووئيل د وزيراعظم عمران خان په هدايت د روغتون كاركردګي ښه كولو له هڅې كوو۔ ده ووئيل د وزیراعظم د هداياتو په رڼا كښې د هولي فېملي پرمختيائي كار 70 فيصده څخه زيات ترسره شوې ۔ هولی فېملی روغتون كښې د مېرمنو او كوچنيانو وارډ كښې سل سل بېډز زيات كړې شوي ۔ د روغتون د صفائۍ حالت ښه كړې شوې او روغتون كښې د ډاكټرانو او عملې د كار وختونه باوري كړې شوي دغسې چې د رنځورانو د ستونزو په وخت ازاله وكړې او دوئي ته د داروګانو وركړې باوري كړې شي۔ ده د دې عزم څرګندونه وكړه چې درملنې د بې وزله اولس حق دے او د ځپلي انسانيت مرسته كول زمونږ مذهبي او اخلاقي فرض دي۔ ده ووئيل مونږ د روغتيا څانګې لا ښه كولو له انقلابي كارونه كوو
متعلقہ مضامین
-
Faisal terms Australian tour, revival of full scaled int’l cricket in Pakistan
-
Surprise session on KLF’s final day delights literature lovers
-
Health expert emphasis protection from dryness
-
Health expert emphasis protection from dryness
-
59th DHA National Badminton Championship concludes
-
Peshawar blast probe sees rapid progress: minister
-
NA-33 by-polls: postal ballot paper applications to be received by March 26
-
Religious leader stabbed to death
-
World’s major HRs violator, India continues crimes against humanity in IIOJK
-
Operation against criminals continues
-
PM to launch Ehsaas Riyayat Ration scheme in Islamabad
-
PM to launch Ehsaas Riyayat Ration scheme in Islamabad