اسلام آباد 28 جنوري (اے پي پي) د وزیر اعظم سمندر پورې پاكستانيانو لپاره خاص مرستيال سید ذوالفقار عباس بخاري دبئۍ كښې د آمرن لېبر كېمپ دوره كولو سره په كېمپ كښې موجودو د پاكستان خواري كښو څخه د ھغوي د حالاتو په اړه معلومات ترلاسه كړې ٬ د دوي مسئلو او د چارواكو رويو په اړه ئې تفصيلي معلومات ترلاسه كړل۔ د سيد ذوالفقار عباس بخاري د ياد شوي كېمپ دا دويمه دوره ده۔ په دې موقع ذوالفقار عباس بخارې د پاكستان خواري كښو ته د وركړې شوو آسانيو جاج هم واخست۔ په دې موقع ذوالفقار عباس بخاري ووئيل مزدوران زمونږ د هېواد اثاثه دي٬ د دوي په خوشحالۍ مې زړه خوشحاله شوے٬ د دوي تكليف زمونږ تكليف دے٬ حكومت بهر هېوادونو كښې مېشته پاكستانيان خپله آثاثه ګڼي۔ په دې موقع ده ووئيل په قانوني توګه پیسې پاكستان ته د لېږلو په اړه يو كمپائن چلوٶ٬ هر كس څوك چې بهر مېشته دے بايد د ھغه د پاكستان په بدلون كښې كردار وي۔ لېبر كېمپ كښې د نیشنل بانك آف پاکستان لخوا د ميوزيكل نائټ اهتمام هم شوې ٶ او په دې موقع د قانون د لارې روپې پاكستان ته د لېږلو په اړه خبرتيا هم وركړې شوې٬ سيد ذوالفقار عباس بخاري د نېشنل بانك لخوا خواركښو له ډالۍ هم وركړې
متعلقہ مضامین
-
Arts council hosts colorful 3rd women conference
-
Panagahs served over 20m poor people in last 3 years
-
‘PPP using Sindh’s resources for personal interests’
-
Panagahs served over 20m poor people in last 3 years
-
38,400 saplings to be planted in Gujranwala
-
Petrol pumps, buses of MPA Ajmal Cheema seized
-
Wani dismayed over UNHCR’s inaction on Kashmir
-
Petrol pumps, buses of MPA Ajmal Cheema seized
-
EU concerned over treatment of human rights defenders in India
-
Fear reflects in Imran’s statements: Shehbaz
-
Elderly woman killed in road accident
-
Chechen President appreciates Imran Khan’s stance on Islamophobia