اسلام آباد 09 جنوري (اے پي پي)د انفارمېشن ټېكنالوجۍ او د ټېلي كميونيكېشن وفاقي وزير خالد مقبول صديقي وئېلي دي هېواد د ډيجيټلائزېشن پلو بوتللو لپاره اقدامات كوو٬سائبر سېكورټي د هېواد د دفاع غوندې ناقابل تسخير جوړول غواړو۔ده دا خبرې د شورو په ورځ د ايګنائيټ او د كمپني آف انټيلي جنټ سسټمز نېټ ورك ريسرچ تر سيوري لاندې د اليكټرو كيور ميټر لس سمارټ ميټرنګ مشين تعارفي دستورې ته د وېنا كولو په مهال وكړی۔ده ووئيل دا مشين به د برېښنا د لائن لاسز او د غلا مخ نيوي له مرسته كونكې ثابت شي۔ده ووئيل مونږ هڅه كوو چې د توان ډويژن وزارت سره په ګډه دا مشين په ټول هېواد كښې معرفي كړې شي چې دغسې د برېښنا غلا او نور زيان ختم كړې شي۔په دې لړ كښې د توان وزير عمر ايوب خان سره ملاقات شوې۔په دې موقع د پیښور يو اي ټي وائس چانسلر ډاكټر افتخار ووئيل د دې مشين په جوړولو كښې يو اي ټي پېښور ايګنائيټ او سي آئي اېس اېن آر سره په ګډه كار كړې۔ده ووئيل زمونږ په اداره كښې د انجئنرنګ په 17 بېلا بېلو څانګو كښې زده كړې كېږي چې پكښې د لس زره نه زيات زده كوونكي زده كړې كوي
متعلقہ مضامین
-
Fawad wants opposition’s presence in stadium to strengthen revival of int’l cricket
-
Peshawar to get tube-well water for seven hours a day
-
Partly cloudy weather likely to persist in most parts of country
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
Two Sessions of great significance for entire world: envoy
-
South Punjab Dialogue to be held on March 9, 10
-
Attacker used 5-6 kg explosive material in suicide blast: IGP
-
OIC Secretary General condoles loss of lives in Peshawar blast
-
IHRA continues inspections of healthcare establishments
-
Azhar Abbas elected AEMEND President, Hafiz Tariq Mahmood Secretary General
-
Aseefa sustains ‘minor’ injuries after drone camera strikes her