پېښور 14 دسمبر (اے پي پي)وزيراعظم عمران خان قبائېلي اولس ته د روغتيا٬تعليم او نورو آسانې وركولو عزم څرګندونې سره په قبائېلي سيمو كښې د سكولونو او روغتونونو رغونې زر تر زره بشپړولو سپارښتنه كړې ده ۔ دا سپارښتنه د جمعې پھ ورځ د فاټا انضمام په اړه د غونډې مشرۍ كولو په مهال شوی۔په غونډه كښې د خېبرپښتونخوا ګورنر شاه فرمان٬اعلٰی وزير محمود خان٬د خزانې صوبائي وزير تيمور خان٬د وزيراعظم صلاحكار شهزاد ارباب٬خاص مرستيال نعيم الحق٬افتخار دراني٬چيف سېكتر٬د پوليس آئي جي او سينئر افسرانو ګډون كولو۔د وزيراعظم د دفتر لخوا جاري شوي بيان له مخې وزيراعظم ته د فاټا انضمام په اړه په شوي پېشرفت بريفنګ وركړې شو۔وزيراعظم د ګورنر او اعلٰی وزير په مشرۍ كښې هرې قبائېلي ضلعې لپاره د عملدرآمد كمېټۍ جوړولو امر وكړو۔په كمېټۍ كښې به صوبائي وزيران او ضلعې سره تعلق لرونكي سناتوران هم شامل كولې شي۔وزيراعظم ووئيل ګورنر او اعلٰی وزير به د خېبرپښتونخوا د ټولو قبائېلي ضلعو دوره كوي دغسې چې اولس د انضمام په اړه كېدونكو اقداماتو څخه په اعتماد كښې واخستلې شي۔وزيراعظم ته ووئيل شوو انتظاميې د انضمام ټول پړاؤنه په غوره ډول تر سره كړي دي
متعلقہ مضامین
-
HBL PSL 7: Erin Holland the ‘Snow Queen’ of Pakistan Super League
-
Stolen timber recovered, accused held
-
Oil, Gas Regulatory Authority (Amendment) Bills, 2022 smoothly sail through Senate
-
No say in how FIA acted against Mohsin Baig
-
Peshawar Zalmi post above 200 to test depleted Islamabad United
-
Twenty Seven professional beggars arrested from Saddar
-
SMEDA to organize training on food safety
-
CM’s aide annoyed over delay in development projects
-
Qadri says his ‘letter on Hijab Day’ being misinterpreted for ‘point-scoring’
-
Police recover two bodies
-
KP IGP listens to problems of people
-
Opp in touch with more govt MPs than needed for no-trust motion