اسلام آباد 10 دسمبر (اے پی پی) د قانون او انصاف وفاقي وزير بېرسټر فروغ نسيم وئېلي دي نړيواله ټولنه بايد د هند د اوبو د جارحيت خبر واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله بې طرفه كردار ترسره كړي۔ده دا خبرې د ګل په ورځ د سنټرل فار ګلوبل سټرټېجك سټډيز تر سيوري لاندې نړيوال كنفرنس ته د وېنا كولو په مهال وكړې۔دا كنفرنس د اوبو په سرخط راجوړ شوې ؤ ۔كنفرنس ته په خپله وېنا كښې وفاقي وزير ووئيل بايد نړيواله ټولنه د سندھ طاس لوظ نامې په عملي كولو كښې خپل كردار ترسره كړي۔د هند او پاكستان ترمينځه د اوبو شخړه په 1948 كښې پېل رامخې ته وه او دواړو هېوادونو دوه جنګونه كړې دي كه هر څو په كال 1960 كښې د سندھ طاس لوظ نامه تر ډېرې مودې په كاميابۍ سره روانه وه خو هند د سندھ٬جهلم او د چناب اوبه صنعت لپاره كارولو سره د لوظ نامې خلاف ورزي كړې ده ۔ ده ووئېل هند يوازې په هغه صورت اوبه د برېښنا پېدا كولو لپاره كارولې شوې چې ورسره پاكستان ته د اوبو په رسنه كوم آغېز نه كېدو۔هند په يو اړخيزه توګه د سندھ طاس لوظ نامه نه شي ختمولې۔ ده ووئېل د دې خاتمې لپاره د دواړو هېوادونو خوښه پكار ده۔هند د جهلم او چناب دريابونو په اوبو د بندونو جوړولو اراده لري او دا مونږ لپاره د فكر لمحه ده۔وفاقې وزير ووئيل نړيواله ټولنه دې د هند د اوبو د جارحيت نوټس واخلي او نړيوال بانك دې په دې معامله كښې بې طرفه كردار ترسره كړي۔
متعلقہ مضامین
-
Secretary Culture served notice for illegal action
-
Opp leaders will be in lockup before no-trust move: Fawad
-
MWMC lifts 13514 tons waste in first 15 days of special drive
-
Govt approves Rs 39b for Kamyab Jawan loans to benefit over 25000 youth: Dar
-
Pakistan Customs seizes narcotics of valuing Rs.80 million
-
Fawad, Farrukh express grief over senior journalist Ghulam Akbar’s demise
-
NAB approves two references, six inquiries
-
PM for beefing up pace of uplift schemes in Karachi
-
Court adjourns Ramzan Sugar Mills case till Feb 24
-
Police arrests 10 more suspects in Khanewal lynching case
-
Aus vs Pak: Australian pacer Michael Neser dropped from Pakistan tour
-
Presidential system a symbol of dictatorship and war: Fazl