پېښور ۔08 دسمبر (اے پی پی) د خېبر پختونخوا اعلی وزير محمود خان د صوبې سرمايه كارۍ بورډ كښې په غېر قانوني توګه د بھرتيانو په اړه د خبرونو نوټس اخستلې دې او په دې اړه ئې د بشپړه پلټنې راپور په درې ورځې كښې د وړاندې كولو هدايت كړې دې۔ په صوبه كښې د شاملېدونكو 7 نوې ضلعو تګه لاره جوړه كړې شوې ده۔ د صوبې د څلورو څانګو نه علاوه چې په كښې جوډیشری ، پولیس، ریونیو او اېکسائز شامل دې باقي پاتې ټولو څانګو كښې پراختيا له آسانه تګلاره وضعه كولې شي۔ په دې مهال ده د باجوړ اتمان خېل تحصيل پرائمري سكول كښې د سټاف او نورو اسانيو رسنې باوري كولو او د هېډکوارټر روغتون انضرګئ کاټلنګ حالت ښه كولو هدايت وكړو۔ده ووئيل د خصوصي كسانو په كنونس الاؤنس كښې 2 زره روپۍ اضافه شوې او په دې اړه دې منظور كړې شوي هدايات بېلو محكمو ته واستولې شي دغسې چې په دې فوري عملدرآمد پیل شي۔ ده سوات كښې د کمیونټی سکولونو په اړه د تفصيلي راپور وړاندې كولو هدايت هم وكړو دغسې چې ددې مسئلې حل ولټولې شي
متعلقہ مضامین
-
Timely completion of projects stressed
-
Timely completion of projects stressed
-
Sindh governor reviews performance of federal govt depts
-
Sindh governor reviews performance of federal govt depts
-
IIOJK shuts down on Guru’s martyrdom anniversary
-
Punjab governor for fostering trade ties with Tashkent
-
Terrorizing women for wearing hijab act of coercion: Qureshi
-
Terrorizing women for wearing hijab act of coercion: Qureshi
-
Gas leak blast leaves two injured
-
COVID-19: Pakistan logs 3,914 new cases, 47 deaths in a day
-
Abbasi pays tribute to martyrs of Pak Army
-
Pakistan sends over 3000 medical staff to Kuwait soon