اسلام آباد 4 دسمبر (اے پي پي) د رياست په ضد په وسلو هلو ځلو نظر ساتونكې خپلواكه ادارې تهنك ټېنك پاكستان انسټي ټيوټ فار كانفلكټ اېنډ سكيورټي سټډيز( پكس) خپل مياشتني راپور جاري كولو سره وئيلي دي چې په بلوچستان كښې د سلامتيا وضعه زياته بهتره شوې او پنجاب٬ خېبرپښتونخوا او اسلام آباد كښې د ترهګره يوه يوه پېښه رامخې ته شوې۔ راپور له مخې نومبر كال 2018 كښې پاكستان كښې د ترهګرۍ په كاروائيو كښې د مرګ ژوبلې كچه زياته شوې خو د ترهګرۍ د كاروائيو شمېره كښې معمولي كمې راغلې په نومبر كښې د ترهګرۍ د پېښو شمېرو كښې 14 فيصده كمې رېكارډ كړې شوې٬ په اكتوبر كال 2018 كښې 24 او په نومبر كښې 21 پېښې رېكارډ كړې شوې دي خو د كمو شمېرو باوجود د دې اثرات د اكتوبر په مقابله كښې زيات تباه كن ٶ٬ چې پكښې مرګونه 49 فيصد او د ژوبل شويو شمېره 33 فيصده زياته ده۔ د پکس راپور له مخې نومبر كښې د ترهګرۍ په پېښو كښې 63 كسان مړه او 73 ژوبل شوي او يو څو د هائي پروفائل كاروائۍ هم رېكارډ كړې شوې دي چې پكښې په كراچۍ كښې د چين په قونصلېټ ترسره شوې بريد هم شامل دې د كوم ذمه واري چې بلوچ لبرېشن آرمي قبوله كړې او دغسې په اوركزئۍ كښې د فرقه وارانه نوعيت د بريد ذمه واري داعش پغاړه اخستې٬ د دې خبرې قوي شواهد رامخې ته شوې دي چې د چين په قونصليټ بريد كښې د هند په سرپرستۍ كښې د سي پېك د مخالف قوتونو لاس ٶ او دې مقصد لپاره افغانستان استعمال كړې شوې او د داعش د بريد شواهد هم افغانستان پلو اشاره كوي۔ پکس خپل راپور كښې وړاندې ليكي چې نومبر كښې د ټولو نه زيات بريدونه او ځاني زيان په فاټا كښې شوې چرته چې په 13 پېښو كښې 49 كسان مړه او 50 ژوبل شوي٬ د بلوچستان د سلامتیا صورتحال ډېر ښه شوې او هلته يوازې درې پېښې رېكارډ كړې شوې دي چې پكښې 4 كسان مره او 13 ژوبل شوې دي٬ سندھ كښې په دوه پېښو كښې 9 كسان مړه او ژوبل شوې دي۔(
متعلقہ مضامین
-
Unknown assailants threatened a man in Lahore’s Iqbal Town area
-
Spanish ambassador calls on Sindh governor
-
Kashmiri freedom fighter Maqbool Butt’s 38th martyrdom anniversary today
-
Opposition failed to activate public against PTI: Asad Umar
-
Opposition failed to activate public against PTI: Asad Umar
-
Turner, Moeed agree world shouldn’t abandon Afghans
-
PM awards top 10 ministries for ‘good performance’
-
Ties strengthened with major powers, key partners: Qureshi
-
Ties strengthened with major powers, key partners: Qureshi
-
Pakistan logs 3,498 fresh COVID cases in a day
-
Qureshi, Uzbek FM reiterates desire to expand bilateral ties
-
Private school’s student jumps from building’s 3rd floor