اسلام آباد 04 ستمبر (اے پی پی) د مسلم لیګ (ن) د پارلماني ګوند غونډه د نهې په ورځ پارلېمنټ هاؤس كښې قامي اسمبلۍ كښې د مخالفې ډلې مشر محمد شهباز شريف په مشرۍ كښې وشوه۔ غونډه كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ او سېنېټ غړو ګډون وكړو۔ د مسلم ليګ ن د اطلاعاتو سېكترې مريم اورنګزېب ترمخه غونډه كښې د 2018ﺀ ټول ټاكنو كښې د ټګۍ تورونو جاج اخستلو له د كمېشن جوړولو غوښتنې څخه د نه وروستو كېدو پرېكړه وكړې شوه۔ غونډه كښې د وزیراعظم عمران خان او د نېب چيئرمېن په ملاقات هم تحفظات ولرلې شول۔ پارلیمانی ګوند د سمندر پورې پاكستانيانو ضمني ټاكنو كښې د ووټنګ معامله هم رد كړه ۔ پارلماني ګوند په اي سي او كښې د برېښنا بيعه زياتولو په معامله هم اندېښنه ښكاره كړه۔ پارلماني ګوند پرېكړه وكړه چې د لوكل ګورنمنټ نظام ختمولو په اعلان به كنونشن رابللې شي او د ټولو بلدياتي نمائندګانو رائې به اخستلې شي۔ بلدياتي نمائندګان بايد خپله موده ترسره كړي۔ پارلماني ګوند په دې خبره زور راوړو چې اپوزيشن به لا فعاله كولې شي۔ پارلماني ګوند سرګودھا كښې د مسلم ليګ (ن) د قامي اسمبلۍ غړو ذوالفقار بھټی او چوهدری حامد حمید په ضد د انتقامي كارروايو غندنه وكړه
متعلقہ مضامین
-
KP govt trains 1 lac youth in IT sector: Asad Umar
-
Citizen asked to beaware of fake SMS, calls in name of Ehsaas
-
Has PPP convinced PDM on no-trust motion against PM?
-
Teenager dies after physical punishment, teachers booked
-
Another LHC judge refuses to listen to Jamshed Cheema’s petition
-
Gwadar to get fresh water treatment, supply system soon
-
Fazl summons meeting today to finalise PDM’s anti-govt strategy
-
Sustainable peace in S.Asia linked with resolution of Kashmir dispute: FM
-
Fawad extends apology to Election Commission Pakistan
-
PDM to take issue with govt’s ‘controversial’ bills
-
Heavy traffic on Lyari Expressway examined on trial basis
-
Skilled youth vital for prosperity: minister