د وزيراعظم لخوا پېښه كښې د ككړو په ضد د سختې كاروائۍ باوري كولو هدايت
اسلام آباد ۔ 4 اګست (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د ګلګت بلتستان اعلی وزير حافظ حفيظ الرحمن سره ټېلېفوني تماس ونيولو او ده څخه ئې چېلاس كښې د انجونو سكول سوزېدو پېښې تفصيلات معلوم كړل۔ د وزیراعظم سېکرټېرېټ لخوا د خالي په ورځ د جاري كړې شوي بيان ترمخه اعلی وزير وزيراعظم چيلاس كښې د انجونو سكول سوزولو پېښې پلټنيو كښې د شوي پېشرفت په اړه خبر كړو۔ اعلی وزير ووئيل پېښه كښې د ككړو كسانو زر تر زره په ګوته كولو او د دوئي قانون سره مخ كولو له كوټلې هڅې كولې شي۔ وزیر اعظم د پېښې په سختو ټكو كښې غندنه كولو سره ووئيل انجونې د زده كړې اسانيو څخه محرومه ساتل او د سكولونو سوزولې هڅې په هېڅ ډول د قبلولو نه دي۔ ده ووئيل دې پېښه كښې د ككړو په ضد دې د قانون ترمخه سخته كارروائي باوري كړې شي۔ وزيراعظم هدايت وكړو چې د پېښې پلټنيو كښی د روان پېش رفت څخه دې هغه پرله پسې خبر وساتلې شي۔
متعلقہ مضامین
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
PHC terms non-party polls unconstitutional
-
Around 600 craftspeople display artwork
-
Islamabad police adopt system to better serve citizens
-
Punjab approves two uplift schemes in health, irrigation sectors
-
One killed, another injured as fire erupts at firecracker producing factory
-
Pakistan, Uzbekistan sign protocol on establishment of JSC
-
Nomad Gallery Art exhibition attracting people
-
Chaman-Spin Boldak border to reopen from Tuesday: Mansoor Ahmad
-
Vivian Richards, David Gower praise Pakistan team in meeting with PM Imran Khan
-
Nomad Gallery Art exhibition attracting people