لاہور۔2 جون(اے پی پی ) سپریم کورټ آف پاکستان د ایئر مارشل ریټائرډ اصغر خان کیس اورېدنې په مهال پېسې ترلاسه كوؤنكو وزیراعظم نواز شریف، مشر سياستدان جاوېد هاشمی او دعابدہ حسېن په شمول 21 سویلینز ته نوټس جاري كړې۔ عدالت د آئی اېس آئی پخواني مشر لېفټېننټ جنرال (ر) اسد درانی په شمول كېس سره اړوند پوځي افسرانو ٬ د نېب ډي جي او د اېف آئي اے ډي ته هم نوټس جاري كړې۔ د چيف جسټس میاں ثاقب نثار په مشرۍ كښې د سپريم كورټ خصوصي بېنچ د خالي په ورځ لاهور رجسټری كښې د اصغر خان عملدرآمد کېس اورېدنه وكړه۔ د اورېدنې په مهال اټارني جنرل اشتر اوصاف د وفاقي كابينې پرېكړې په اړه يو راپور عدالت ته وړاندې كړو۔ ده خواست هم وكړه چې معامله د حساس نوعيت ده ځكه راپور دې يو ځل بيا سيل كړې شي۔ اټارني جنرل سپريم كورټ ته خبر وركړو چې كابينې په عدالتي پرېكړه د عملدرآمد پرېكړه كولو سره اېف آئي اے ته د تفتيش جاري ساتلو هدايت كړې۔ په دې مهال چيف جسټس پوښتنه وكړه چې پېسې اخستونكو څخه د پېسو بېرته اخستو طريقه څه جوړه كړې شوې۔ د اورېدنې څخه وروستو عدالت نواز شریف، عابدہ حسین او د جاوید هاشمی په شمول 21 سویلین، او د اسد درانی په شمول كېس سره اړوند پوځي افسرانو او د نېب او اېف آئي اے ډي جي ته نوټس جاري كولو سره اورېدنه تر 6 جون ځنډولې
متعلقہ مضامین
-
Data exposes FATF’s ‘politicised’ approach targeting Muslim states
-
Shafqat Mahmood chairs 11th meeting of PIFD Senate
-
Pakistan’s green diplomacy unites world on fighting climate change
-
Polio eradication amongst top priorities of govt: KP CM
-
Khursheed Shah released from jail after 25 months
-
Khursheed Shah released from jail after 25 months
-
No deal with US on use of airspace: Pakistan
-
No deal with US on use of airspace: Pakistan
-
Talks with TLP heading towards success: Qadri
-
Talks with TLP heading towards success: Qadri
-
MoHR Helpline receives almost 1mln calls till June 2021
-
AJK celebrates 74th anniversary of emergence of State govt