اسلام آباد ۔ 8 جون (اے پی پی) لنډ مهاله وزيراعظم جسټس (ر) ناصر الملك د پاكستان حكومت او اولس لخوا د كشميري اولس د ملګرو ملتونو د اړوند قراردادونو ترمخه د خپلواكۍ جائز حق ترلاسه كولو د روانو هڅو اخلاقي ٬ سياسي او سفارتي ملاتړ روان ساتلو له د خپل لوظ پخلي كولو سره په دې خبره زور راوړې چې د كشمير پخوانۍ شخړې هواري له خبرې اترې او سفارتكاري يوازنې حل دے۔ ده دا خبره د آزاد جموں او كشمير اولس مشر سردار مسعود خان سره خبرو كښې وكړه چا چې د جمعې په ورځ ايوان وزيراعظم كښې ده سره ملاقات وكړو۔ د آزاد كشمير اولسمشر د وزارت عظمی په منصب سنبالولو وزيراعظم ته مباركي وركړه۔ د ملاقات په مهال د آزاد كشمير په مجموعي وضعه او مقبوضه كشمير كښې د هندي ځواكونو په زور ظلم او زياتي او د بشري حقونو په سختو خلاف ورزيو هم د خيالاتو څرګندونه وشوه۔ لنډ مهاله وزيراعظم مقبوضه كشمير كښې د روانې رياستي ترهګرۍ په سمدستي توګه د ختمولو په حاجت زور راوړلو سره ووئيل د كشمير شخړه د تشدد او طاقت كارولو د لارې حل كېدې نه شي۔ ددې پخوانۍ شخړې يوازنې حل خبرو اترو او سفارتكارۍ سره تړلې۔ اولسمشر وزيراعظم ته ووئيل ټول آزاد جموں وكشمير نن د جمعې ورځ د فلسطين او كشمير ورځې په توګه لمانځي دغسې چې نړيوالو ادارو ته د اړوند قراردادونو ترمخه ددوئي ذمه وارۍ او ددې مسئلو حل ياد كړې شي
متعلقہ مضامین
-
Indian plane used Pakistani airspace over Lahore region
-
SC orders to bulldoze Tijori Heights within a month
-
President seeks Ulema’s role to relay Islam’s message of peace
-
NSC decides not to abandon talks with TLP
-
Lawmakers’ role in disaster risk reduction highlighted
-
Paragon City scam: court asks NAB prosecutor to extend arguments
-
Lawmakers’ role in disaster risk reduction highlighted
-
Parvez Elahi urges government to adopt dialogue policy to tackle issues
-
PM Imran Khan turns down proposal to increase petrol price
-
55 Years of Excellence
-
Govt to ensure writ of state at all costs
-
Govt to ensure writ of state at all costs