بنجول 04 مئی (اے پي پي) نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار او د سعودی خارجه وزير په مينځني ختيز كښې په اوسني پیش رفت د سخت تشویش څركندونه كولو سره په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كړې ده او په پاكستان كښې د اقتصادی مرستې او سعودی سرمایه كارۍ لا زياتولو له ئې د عزم پخلے كړې۔د خالي په ورځ د خارجه وزارت د اړخه جاري شوې بيان له مخې نائب وزیراعظم او خارجه وزير سینیټر محمد اسحاق ډار د سعودی خارجه وزير شهزاده فیصل بن فرحان آل سعود سره ګیمبیا په بنجول كښې 15م او آئی سی اسلامی سربراهی كنفرنس په موقع ملاقات كړې۔ پاكستان او سعودی عرب خپلو كښې پخوانۍ سټریټجكي او اقتصادی اړيكو اهمیت ذكر كولو سره نائب وزیراعظم او د سعودی خارجه وزير پاكستان كښې د اقتصادی مرستې او سعودی سرمایه كارۍ لا زياتولو د عزم پخلے كړې۔نائب وزیر اعظم او خارجه وزير د سعودی عرب “وژن 2030” ستائنه كړې،چې مقصد ئې 21مه پيړۍ كښې د هېواد سماجی او اقتصادی بدلون دې۔ ده ووئيل اوسنيو كښې د سعودی خارجه وزير د پاكستان دوره كومې چې يو اعلی اختیاراتی پلاوي مشري كوله، پاكستان او سعودي عرب ترمينځه د اقتصادی مرستې يو نوې رفتار نمائندګی كوي۔ نائب وزیراعظم او د سعودی خارجه وزير مينځني ختيز كښې په اوسني پیش رفت د تشویش څرګندونه كولو سره په غزه كښې په سمدستي توګه د جنګ بندۍ غوښتنه كړې۔ دوي د فلسطین او كشمیر حالات پشمول د مسلمانانو په مسئلو د اسلامی مرستې تنظیم (او آئی سی) په مهم كردار هم د خيالاتو څرګندونه كړي۔
متعلقہ مضامین
-
ECP to hear Ali Gillani’s leaked video matter on Thursday
-
Graft-buster goes after drug officials
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Quaid mausoleum sanctity case: Court asks police to probe Maryam, Safdar
-
Haleem moved to hospital from jail over health issues
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Inspiring Women Entrepreneurs in Pakistan’s Energy Sector
-
SIREN to develop Conferencing system at Shah Abdul Latif University
-
Shehbaz’s daughter, son-in-law declared proclaimed offenders
-
QAU continues to improve global rankings
-
QAU continues to improve global rankings
-
QAU continues to improve global rankings