اسلام اباد۔21 مارچ(اے پي پي) هېواد كښې د تېلو پېداوار كښې په هفته وار بنيادونو زياتوالے او د ګېس په پېداوار كښې معمولي كمے رېكارډ كړے شوے۔ د پي پي ائي ايس د اړخه جاري بيان شمېرو تر مخه په 16 مارچ 2024 ختمې شوې اوونۍ كښې هېواد كښې د خام تېلو د ورځې اوسط پېداوار 72405 بېرل رېكارډ كرے شو كوم چې د پېوستې اوونۍ په مقابل كښې 04 فيصد زيات دے٬ په تېره اوونۍ كښې هېواد كښې د تېلو اوسط د ورځې پېداوار 72138 بېرل رېكارډ كړے شوے ؤ ۔دغسې په 16 مارچ د ختمې شوې اوونۍ په مهال هېواد كښې د ګېس اوسط د ورځې پېداوار 3081 ايم ايم سي ايف ډي رېكارډ كړے شو كوم چې د تېرې اوونۍ په مقابل كښې1۔8 فيصد كم دے ۔ تېره اوونۍ كښې په هېواد كښې د ګېس اوسط پېداوار د ورځې 3136 ايم ايم سي ايف ډي رېكارډ كړے شوے ؤ۔ د شمېرو تر مخه د پي او ايل د خام تېلو اوسط د ورځې پېداوار 4856 ٬ پي پي ايل 10998 ٬ او جي ډي سي ايل 35131 او د ماړي ګېس د خام تېلو اوسط د ورځې پېداوار 1066 بېرل رېكارډ كړے شوے ۔
متعلقہ مضامین
-
Monsoon likely to begin in last of June this month: PMD
-
Australia happy to reach World Cup finals ‘the hard way’
-
Sikh pilgrims from India to reach Pakistan on 8th
-
Australia happy to reach World Cup finals ‘the hard way’
-
PAS awareness campaign in restoration of environment lauded
-
PAS awareness campaign in restoration of environment lauded
-
Pakistan Army establishes free medical, heat stroke center in Lodhran
-
Pakistan issues 163 visas to Sikh pilgrims
-
50MW IPP’s plant likely to be installed in Gwadar Port
-
Four lawmakers appointed as special aides to PM
-
PML-N, PPP agree to jointly contest by-election in Punjab
-
Motorway police foil kidnapping bid of Karachi girl