اسلام آباد 23 نومبر (اے پي پي) د خانه كعبه امام پروفېسر ډاکټر صالح بن عبداللہ بن حميد وئيلي دي د انسان قتل حرام دے٬ په غزه كښې د مسلمانانو قتل عام روان دے٬ نړيوال قوتونه دې د بشري حرمت پالنې ترمخه د بې ګناه فلسطينيانو د قتل عام لاره نيولو كښې كردار ولوبوي۔ دا خبرې امام كعبه په نړيوال اسلامي پوهنتون كښې “شريعه او د قانون په رڼا كښې د انساني ځان حفاظت” په سرخط نړيوال كنفرنس ته خپلې خاص وېنا كښې كړې۔ په فېصل مسجد کېمپس كښې كنفرنس ته خپلې وېنا كښې امام کعبه ووئيل په غزه كښې د بې ګناه وګړو قتل عام د انساني تاريخ تور دور دے ۔ ده د انساني ځان د تقدس ذكر كولو سره ووئيل رب كرېم په انساني ځان قسم پورته كړے او اسلامي دين د انساني ځان ضياع څخه په سختۍ سره منع فرمائيلي ده ۔ ډاکټر صالح بن عبداللہ ووئېل د كوم سبب نه غېر انسان وژنې د جهنم وعيد دے۔ ده په دې موقع ډاکټر ھذال حمود العتيبي او د اسلامي پوهنتون د خدمات ستائنه وكړه۔ ده ووئيل د پاكستان خلق مينه ناك او مېلمه دوسته دي۔ ده هيله څرګنده كړه چې د كنفرنس په موضوع مقالات او د سكالرز د لارې به مهم تجويزونه او سفارشات رامخې ته شي۔ په د موقع د تعليم لنډ مهاله وزير ډاکټر مدد علي سندھي هم خپله وېنا كښې د پاكستان په دوره كولو د امام كعبه مننه وكړه۔ په دې موقع د پوهنتون رېكټرې ډاکټر ثمينه ملك د پوهنتون صدر ډاکټر ھذال حمود العتيبي هم وېنا وكړه ۔ په دستوره كښې د سعودي عرب سفير نواف سعيد المالکي، د جامعه نائب صدور او د يو شمېر هېوادونو سفيرانو٬ د فېكلټۍ غړو او زده كوٶنكو ګډون وكړو۔ د يادونې وړ ده چې امام كعبه د نړيوال اسلامي پوهنتون په كنفرنس كښې ګډون لپاره اسلام آباد ته راغلے دے او د جمعې په ورځ به په فېصل مسجد كښې د جمعې مونځ امامت هم كوي۔
متعلقہ مضامین
-
HRCP for highlighting human rights violations in IIOJK
-
Hamza moves LHC for post-arrest bail in assets case
-
SC issues notices to AGP, FO in petition over murder of 11 Hindus in India
-
Modi and case of nuclear war in South Asia
-
Two TikTokers among four shot dead in Karachi
-
NAB rejects reports about logical conclusion of 179 corruption cases
-
NA passes motion to form panel for erstwhile FATA uplift
-
15 die, 10 injured as passenger van turns turtle in Lasbela
-
ATC seeks complete challan in motorway gang-rape case
-
China Cultural Center to host online programs to celebrate Chinese New Year
-
World Cancer Day 2021: reduce your cancer risk
-
World Cancer Day 2021: reduce your cancer risk