کوئټه 09 دسمبر (اے پي پي) د اطلاعات، خپرونو او پارلیمانی چارو نګراں وفاقی وزیر مرتضی سولنګی د خالي په ورځ پرېس انفارمیشن ډیپارټمنټ کوئټه، پرېس انفارمېشن سینټر (پی آئی سی)، راډیو پاکستان کوئټه سینټر او ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان کوئټه بیورو تفصیلی دوره کړې ده۔ جاری شوې پرېس ریلیز له مخې نګراں وفاقی وزیر اطلاعات ته د پرېس انفارمېشن ډیپارټمنټ کوئټه دورې په موقع ډائریکټر پی آئی ډی عبدالمنان د ادارې کارکردګۍ او انفراسټرکچر په اړه بریفنګ وركړو۔په دې موقع وفاقی وزیر مرتضیٰ سولنګی د خيالاتو څرګندونې سره ووئيل پی آئی ډی اهمیت لرونكې اداره ده۔ وفاقی وزیر د پی آئی ډی آفس د بيل سیکشنز دوره هم وكړه او د ملازمانو سره ئې ملاقات کولو سره د هغوې څخه د مسئلو په اړه پوښتنه وكړه۔ وفاقی وزیر د وزارت ذیلی ادارې پاکستان انفارمیشن سینټر هم دوره وكړه۔په دې موقع انچارج پی آئی سی ارسلان قریشی د تير يو كال په مهال خبريالانو له وركړې شوي په بيل موضوعات د ټریننګز په اړه خبر كړو په دې وفاقی وزیر د ادارې په کارکردګۍ د اطمینان څرګندونه وكړه۔بل خوا نګران وفاقی وزیر اطلاعات مرتضٰی سولنګی د راډیو پاکستان کوئټه او ایسوسی ایټډ پریس آف پاکستان تفصیلی دوره هم وكړه۔ نګران وفاقی وزیر اطلاعات مرتضٰی سولنګی ته د راډیو پاکستان کوئټه او اے پی پی کوئټه بیورو په اړه تفصیلی بریفنګ وركړې شو۔په دې موقع وفاقی وزیر وئويل راډيو پاکستان او اے پی پی د صوبې لري پرتو سيمو كښې د اولس له خبرونه او تفریح وركولو مهمه ذریعه ده او وفاقی حکومت په بلوچستان كښې د راډیو پاکستان او اے پی پی سروسز لا ښه كولو له ټول وسائل كاروي۔ده د راډیو پاکستان کوئټه او اے پی پی کوئټه بیورو د بيلو برخو دوره ههم وكړه۔
متعلقہ مضامین
-
3,179 new coronavirus cases, 87 deaths reported across country
-
4,000 Ex-Khasadar, Levies personnel integrated into KP Police: ISPR
-
Gymkhana lift 11th Royal Palm Team trophy
-
4,000 Ex-Khasadar, Levies personnel integrated into KP Police: ISPR
-
Govt fully believes in press freedom: Shibli
-
Sarwar hopes for dialogue with opposition in January
-
Afforestation plan on 7,200 square km area to stem biodiversity loss, combat desertification
-
Two more kids die of malnutrition in Tharparkar; toll reaches 755 this year
-
Two more kids die of malnutrition in Tharparkar; toll reaches 755 this year
-
Total active Covid-19 cases reach 40,553 as 2,615 more test positive
-
Pakistan, US call for reduction in Afghan violence
-
Visa curbs for Pakistan ‘temporary’: UAE FM