اسلام آباد 02 اكتوبر(اے پی پی)لنډ مهاله وزيراعظم انوار الحق كاكړ وئېلي دي د پوليو خاتمه زمونږ ديني٬اخلاقي او قامي فريضه ده٬د دې موذي رنځ څخه مونږ له به راتلونكې نسلونه ساتل وي٬ د پوليو د مخ نيوي جنګ به هېواد د پوليو څخه د پاكولو په ګټو٬پوليو وركرز زمونږ اصل اتلان دي۔د دې خيالاتو څرګندونه ده د ګل په ورځ ټول هېواد كښې د پوليو مخ نيوي كمپائن په پېل دستورې ته د وينا كولو په مهال وكړه۔لنډ مهاله وزيراعظم ووئيل كوچنيانو ته د پوليو څخه بچ كېدو لپاره د پوليو مخ نيوي څاڅكو وركولو پنځه ورځے قامي كمپائن پیل كړے شوے ۔د دې كمپائن په مهال به تر پنځو كلونو عمر 4 كروړه 40 لكه څخه زياتو ماشومانو ته د پوليو مخ نيوي څاڅكې وركولې شي۔ ده ووئېل په دې قامي كمپائن كښې 3 نيم لكه پوليو وركرز برخه اخلي كوم چې اصل اتلان دي او فرنټ لائن وركرز دي۔حكومت به د دوي سره اوږه په اوږه د پوليو وائرس خاتمې لپاره جنګ خپل نړيوال شراكتدارو سره په ګډه كوي او د دې موذي رنځ څخه به مونږ له خپل راتلونكي نسلونه ساتل وي٬ ده ووئېل دا زمونږ د ټولو ديني٬اخلاقي او قامي فريضه ده۔وزيراعظم هر مكاتب فكر علماﺀ ته خواست وكړو چې هغوي راتلونكي نسلونه د دې رنځ څخه بچ كېدو كمپائن كښې په زړه پورې برخه واخلي او د لوي څښتن او د هغه د رسول(ص)رضا او د آخرت ښكلې كولو لپاره د حكومت مرسته وكړي
متعلقہ مضامین
-
Insight: e-Pay Punjab’s One Year Performance
-
Romania is eager to work with Pakistan: Nicolae Goia
-
Romania is eager to work with Pakistan: Nicolae Goia
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
PM, services chiefs get security briefing at ISI Headquarters
-
Forest department removes encroachments from 1000 acres of land in Kundah Forest
-
Romania is eager to work with Pakistan: Nicolae Goia
-
Romania is eager to work with Pakistan: Nicolae Goia
-
Niamey declaration manifests OIC support to Kashmir cause: FO
-
Pakistan safest country for Sikhs, other minorities: Qadri
-
Buzdar allows free treatment of ordinary citizens
-
Pakistan safest country for Sikhs, other minorities: Qadri