ملګري ملتونه ۔ 22 فروری(اے پی پی) پاكستان په مقبوضه جموں وكشمير كښې په كنټرول لائن د امن او سلامتيا تحفظ باوري كولو له په هند او پاكستان كښې د ملګرو ملتونو د مبصر مشن (یو اېن اېم او جی آئی پی) لا فعاله كولو په حاجت زور راوړے۔ په ملګرو ملتونو كښې د پاكستان مستقل استازي منېر اكرم د امن آپرېشنز خاص كمېټۍ د كال 2023 اولني سېشن ته خطاب كښې ووئيل یو اېن اېم او جی آئی پی د سلامتي كونسل د اړوندو قراردادونو له مخې په جموں وكشمير كښې لائن آف كنټرول سره تړلې سيمو كښې د امن او سلامتيا په ځايې ساتلو كښې مهم كردار ترسره كړے او په سباؤن كښې به هم دا دوامدار ساتي۔ د ملګرو ملتونو مبصر مشن ( یو اېن اېم او جی آئی پی ) د كال 1949 په جنورۍ مياشت كښې په جموں وكشمير كښې د هند او پاكستان ترمينځه د جنګ بندۍ نګرانۍ لپاره تعينات كړے شوے ؤ ۔ پاكستان د ملګرو ملتونو مبصرينو ته د نګرانۍ كولو اجازه وركړې خو هند دې څخه انكار كړے دے۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Not registering an FIR tantamount to helping the oppressor: IGP
-
Economic growth through infrastructure development
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Zardari, Talpur indicted in money laundering case
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Indian army martyrs soldier, teenage boy along LoC
-
WHO chief lauds Pakistan’s strategy to fight Covid-19
-
Now time for Pakistan and Afghanistan to define a new vision: Dr Abdullah Abdullah