اسلام آباد 05 نومبر (اے پي پي) د كورنيو چارو وفاقي وزير رانا ثنا اللہ خان وئيلي دي چې اولس د وزير آباد پېښي نه پس د عمران خان احتجاجي کال او پي ټي آئي غير ذمه واره رويه رد كړې ده۔د خالي په ورځ خپل يو بيان كښې وفاقي وزير ووئيل د وزير آباد پېښي نه پس د پي ټي آئي كمپائن او د عمران خان کال اولس رد كړې دې، د يو څو كارمندانو نه علاوه په احتجاج كښې د اولس ګډون نه كولو څخه ثابت شوې ده چې د پاکستان اولس د پي ټي آئي فتنه او انتشار حمايت نه كوي،پاکستان اولس د روادارۍ، عزت او احترام په سياست او جمهوري رويو باور لري۔د كورنيو چارو وزير ووئيل دوه ورځو څخه د پوليس پروټيکشن او صوبائي حکومتونو په مرسته سړكونهبلاك كول او قامي ستري لاري بندول د شرم او غندني وړ خبره ده، پي ټي آئي د خپل سياست ناکامۍ غصه اولس ستونزو سره مخ كولو اوباسي،د سړكونو بندولو په وجه اولس د ستونزو ښكار دې، خپل منزلونو ته نه شي رسيدلې، رنځوران روغتونونو ته نه شي رسيدلې ځكه چې د پي ټي آئي مشتعل کارمندانو په وجه سړكونه او ستري لاري بندي دي،دا عمل د افسوس او غندني وړ دې۔
متعلقہ مضامین
-
Pakistan expects incoming Chinese envoy to promote business ties, boost CPEC
-
Economic growth through infrastructure development
-
TTS faculty decries HEC ‘failure’ to resolve their issues
-
Healthy lifestyle can help reduce heart diseases, say: experts
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
Pakistan will not ‘back off’ from facilitation of Afghan peace: FM
-
Shehbaz Sharif’s arrest will only ‘add fuel to the fire’: Maryam
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Gulf companies keen to invest in Gwadar Free Zone: Asim Bajwa
-
Shehbaz behind bars, once again
-
Money laundering case: non-bailable arrest warrants for Shehbaz’s wife, daughter issued
-
Primary schools open from today across country