اسلام آباد۔10مئی(اے پی پی) د اطلاعاتو او خپرونو وزيرمملكت فرخ حبیب وِئيلي دي بلاول صاحب خپل هېواد او اولس ډوبېدو نه بچ كولو له وسائل جمع كولو كښې د ملامتيا څه خبره نشته۔ تاريخ به دا رقم كوي چې سندھ لوټ كېدو او بلاول پرېس كنفرنس كښې د چين شپېلۍ غږوله۔ شرم او ملامتيا تاسو له پكار ده چې د خپل هېواد او اولس پېسه مو لوټ كړې۔ بهر هېوادونو كښې مو جائيدادونه جوړ كړل۔ اول انكار كوۍ او بيا ئې ومنۍِ۔ وزیر مملکت فرخ حبیب د بلاول بھټو په بيان خپل غبرګون كښې ووئيل د شرم خبره دا ده چې تاسو حكمرانان ئۍ او د سندھ اولس د سپو خوړولو وېكسين هم نه لري۔ په تھر كښې كوچنيان د لوږې نه مري او تاسو خاموشۍ سره تماشا كوۍ۔ هغه ووئيل كه ستا پلار صاحب ٬ ترور صاحبه او نورو حواريانو قامي خزانه لوټ كړې نه وه نو نن به پاكستان معاشي مسئلو سره مخ نه و۔ هغه ووئيل بلال صاحب كه د تېرو وختونو لوټ كوؤنكو حكمرانانو لوټ مار كړے نه وے نو نن به د پاكستان اولس مقروض نه وې۔ وزیر مملکت فرخ حبیب ووئيل بلال صاحب دا ووايه آيا سندھ كښې د 14 اربه روپو غنم مږو خوړلي دي۔ بلاول صاحب تاسو د سندھ اولس مافيا ته پرېښودلې دے دغلته د اوړو 20 كلو تروړه په 12 سوه روپۍ خرڅېږي
متعلقہ مضامین
-
Gwadar port to be gateway to economic development: Governor
-
‘Youm-e-Dua’ observed on call of govt and Ulemas to get rid of Coronavirus pandemic
-
Fog disrupts flight schedule at Lahore airport
-
Pattoki judges unite against misbehaviour with female colleague
-
IG Punjab wants Corona SOPs to be implemented at any cost
-
Punjab orders to make field hospitals functional amid Covid cases spike
-
Bitter Tulips of Jinnah’s Pakistan
-
PAKISTAN INTERNATIONAL SQUASH TOURNAMENT TO START FROM 07TH OF DECEMBER, 2020
-
Lahore administration recovers grabbed land from PML-N leader
-
Govt won’t interrupt PDM’s rallies: Imran
-
PAKISTAN INTERNATIONAL SQUASH TOURNAMENT TO START FROM 07TH OF DECEMBER, 2020
-
Pakistan Army says 83% of the Pak-Afghan border completely fenced