اسلام آباد۔ 4مئي (اے پی پی) د تېرو 24 ساعتو په مهال د کورونا وائرس د لاسه د پنجاب نه پس خېبر پختونخوا كښې زيات كسان مړه شوي دي۔ ګرد هېواد كښې د تېرو 24 ساعتو په مهال 161 كسان مړه شوي دي كومو كښې چې 70 كسان په وېنټیلېټرز وو۔ د نېشنل کمانډ اېنډ آپرېشن سېنټر رپورټ له مخې د تېرو 24 ساعتو په مهال ګرد هېواد كښې د 3377 كسانو کووډ۔ 19 ټېسټونه مثبت راغلل۔ د تېرو 24 ساعتو په مهال په مجموعي توګه د كورونا 37587 ټېسټونه وكړې شول۔ تر دې دمه دې وبا نه ګرد هېواد كښې 7 لکھ 33 زر 62 كسان ښه شوي دي۔ بلوچستان او ګلګت بلتستان كښې د کووډ۔19 كوم رنځور دا مهال په وېنټیلېټرز نشته۔ ګرد هېواد كښی 666 رنځوران په وېنټيلېټرز دي۔ د كووډ۔19 اېکټو کېسونو شمېره 86151 او د ځپليو مجموعي شمېره 8 لکھ 37 زره 523 ته رسېدلې ده۔ د کووډ۔19 وبا د لاسه ګرد هېواد كښې تر دې دمه 18 زره 310 كسان مړه شوي دي۔ تر دې دمه ګرد هېواد كښی د كووډ ۔19 يو كروړ 19 لکھ 65 زره 682 ټېسټونه شوي دي۔ ګرد هېواد كښی د دې وبا درملنو له بېل كړې شويو 631 روغتونونو كښې 6 زره 464 كسان داخل دي
متعلقہ مضامین
-
Afridi urges more proactive role of MPs for resolution of Kashmir dispute
-
International Anti-Corruption Day and Collective Role of NAB
-
International Anti-Corruption Day and Collective Role of NAB
-
Afridi urges more proactive role of MPs for resolution of Kashmir dispute
-
NATO calls for immediate end to violence in Afghanistan
-
PM hails Biden’s intent to target dirty money
-
PM hails Biden’s intent to target dirty money
-
British High Commission Holds Roundtable on Media Freedom
-
Afghan female journalist Malala Maiwand shot and killed in Jalalabad
-
Afghan female journalist Malala Maiwand shot and killed in Jalalabad
-
Police arrest 5 suspected RAW terrorists in Lahore
-
British High Commission Holds Roundtable on Media Freedom