سکھر۔16اپرېل(اے پي پي)وزیراعظم عمران خان وئيلي دي اندرون سندھ لپاره مو لويې پېكج راوړے دے۔ د دې سيمو خلق د پرمختګ په سفر كښې وروسته پاتې شوي دي۔ په ټاكنو كښې مو پنجاب كښې لويې مافيا سره مقابله وه ځكه مو اندرون سندھ ته زيات پام نه دے ګرځولے۔ ځوانانو ته د سود نه پاكې قرضې وركولو سره به هغوي په خپلو پښو ودروو۔ د سکھر حېدر آباد موټر وے او د نئي ګنج ډېم جوړولو سره به سيمې ته لويه ګټه ورسي۔ د احساس اېمرجنسی کېش پروګرام دائرہ به تر يو كروړ 20 كورنيو ورسولې شي۔ سندھ حکومت دې كراچۍ ته نزدې د نوې ښار جوړولو منصوبې اېن او سي كېنسل كولو پرېكړې ته بيا كتنه وكړي۔ دې منصوبې سره به د سندھ اولس ته ګټه ورسي۔ د سندھ اولس حالات بدلولو له به كوټلې هڅې كوؤ۔ د دې خيالاتو څرګندونه هغه د جمعې په ورځ د سندھ 14 ترجیحی ضلعو لپاره د 446 اربه روپو مېګا پرمختيائي منصوبې ترسېوري لاندې د كامياب جوان پروګرام دستورې ته خطاب كښې وكړه۔ په دې موقعه د سندھ ګورنر عمران اسماعيل ٬ وفاقي وزيران شاہ محمود قرېشی ، ډاکټر فهمیدہ مرزا، سید علی حیدر زیدی، اسد عمر، محمد میاں سومرو، خصوصي مرستياله ډاکټر ثانیه نشتر، د سندھ ګورنر عمران اسمعیٰل او عثمان ډار هم موجود و۔ وزیر اعظم عمران خان ووئيل اندرون سندھ ته په راتلو ډېر خوشحاله شوے يم۔ دا سيمه په وروستو پاتې سيمو كښې شمېرلې شي۔ موهنجوداړو5 زره كاله پخوانے ښار دے خو د اندرون سندھ دا سيمه د مخ په وړاندې تللو په ځائې وروستو روانه ده۔ هغه ووئيل كال 2018 كښې د ټاكنو په مهال زمونږ مقابله يوې لويې مافيا سره وه ځكه مو اندرون سندھ ته زيات پام ونكړے شو۔ هغه ووئيل زمونږ د حكومت تر ټولو لويه مسئله د بهرنۍ قرضې وه۔ مونږ په دوه نيمو كالو كښې 35 زره اربه روپۍ د قرضونو په قسطونو كښې وركړې دي۔ نون ليګ په دومره موده كښې د 20 زره اربه روپو قرضه بېرته وركړې وه۔ كه دا پېسه مو په سړكونو ٬ سكولونو او روغتونونو مصرف كړې وه نو هېواد به ډېر وړاندې تلے وو۔ مونږ سره د قرضونو قسطونو ادا كولو نه وروسته د اولس په خېر ښېګړه او پرمختګ مصرف كولو له پېسه پاتې نه شوه۔ وزيراعظم ووئيل د اندرون سندھ اولس له د 446 اربه روپو پېكج مو ډېرو سختو حالاتو كښې تيار كړے دے۔ په يوه مياشت كښې به په دې عملدرآمد رامخے ته شي۔ وزیراعظم ووئيل د ځوانانو هنرمند جوړولو له مو لوئے رقم بېل كړے دے۔ زمونږ هڅه ده چې ځوانان په خپلو پښو ودروو۔ كوم ځوان چې قرضه اخستو سره كاروبار پېل كول غواړي نو هغه ته د سود نه پاكه قرضه وركولې شي۔ هغه ووئيل ځوانانو ته به د لوبو آسانۍ او د خپلو صلاحيتونو څرګندونې موقعې وركولې شي۔ وزیراعظم ووئيل د نيوزي لېند آبادي 50 ، 60 لکھ او د پاكستان 22 کروړ ده خو نيوزي لېنډ كښې د لوبو مېدانونه د پاكستان نه زيات دي۔ هغه ووئيل د 18م بدلون نه وروسته د وفاق نه ټوله پېسه صوبو ته ځي۔ د دفاع او قرضونو او سود ادا كولو نه وروستو وفاق سره پېسه نه بچ كېږي او هېواد په قرضونو چلولې شي۔ وفاق دې پېكج لپاره پېسه خپله وركوي۔ دا ذمه واري د صوبو ده خو وفاقي حكومت به خپله بشپړه هڅه كوي۔ وزيراعظم ووئيل سکھر حېدر آباد موټروے جوړېدو سره به ډېره ګټه وشي ٬ كاروبار به آسان شي او تجارت به وده وكړي۔ د نئی ګنج ډېم جوړېدل به د كركيلې زمكو په ګټه وي۔ وزيراعظم ووئيل مونږ دا نه دي كتلې چې سندھ كښې زمونږ حكومت نشته۔ مونږ د سندھ حالاتو او بې وزلۍ ته كتلي دي۔ وفاقي حكومت به د سندھ مرسته كوي۔ هغه ووئيل كراچۍ ته نزدې چې كومه جزيره بېكاره پرته وه مونږ دغلته د نوي ښار جوړولو منصوبو لرله ٬ له دې كبله مو غېر ملكي سرمايه كاري راوړله۔ سندھ حکومت اېن او سی هم وركړے وه٬ دې سره به د اربونو روپو سرمايه كاري شوې وه۔ د روزګار موقعې به رامخې ته شوې وې۔ د دولت پېداوار سره به هېواد ته ګټه شوې وه۔ مونږ د سندھ حكومت ته دا پېشكش كړے وو چې هغه د منصوبې ګټه ځان سره وساتي۔ د 46 اربه ډالرو سرمايه كارۍ سره به د غېر ملكي زرمبادلې پنګې زياتې شوې وې د روپۍ مستحكم كېدو سره به د ډيزل او پټرول بيعه ټېټه شوې وه خو نه پوهېږم چې سندھ حکومت د دې منصوبې اېن او سي وركولو نه وروسته دغه كېنسل ولے كړه۔ دې كښې د سندھ هم تاوان دے۔ هغه ووئيل زه هيله لرم چې سندھ حكومت به يو وارې بيا دې پرېكړې ته كتنه وكړي۔ هغه ووئيل 70 لكه كورونيو ته نغدې پېسې وركول وو اوس مونږ دا شمېره زياتولو سره 1 كروړ 20 لكه كورنيو ته رسولې ده۔ وزیراعظم ووئيل اندرون سندھ ته ډېره موده وروسته راغلے يم ولې ځان سره مې د خوشحالۍ زېري راوړي دي۔ صوبه كښې كه حكومت د هر چا وي مونږ ټول هېواد خپل ګڼو۔ د پاكستان كومې سيمې چې د پرمختګ نه وروسته پاتے شوي دي د هغې به مرسته كوؤ۔ سوئيلي بلوچستان لپاره هم مونږ پېكج وركړے دے۔ پخوانو قبائيلي ضلعو ته مو هم لوئے رقم وركړے دے۔ پاكستان كښې د ټولو وروستې پاتې طبقو پورته كولو هڅې كوؤ۔ وزيراعظم ووئيل د سندھ اولس حالات بدلولو له به كوټلې ګامونه پورته كوؤ۔ وزیراعظم په دې موقعه د كامياب جوان پروګرام ترسېوري لاندې ځوانانو ته چېكونه هم وركړل۔
متعلقہ مضامین
-
India has set up special cell to promote terrorism in Pakistan: FM
-
Soldier martyred, two injured in operation in North Waziristan
-
Soldier martyred, two injured in operation in North Waziristan
-
Mother of Nawaz Sharif, Shehbaz Sharif passes away in London
-
TLP’s Khadim Rizvi laid to rest in Lahore
-
Self-examination vital for early diagnosis of breast cancer
-
Islands in an ocean
-
Need to boost bilateral trade between Pakistan and Kyrgyzstan: Erik Beishembieve
-
Senior Indian Diplomat summoned to register Pakistan’s strong protest over Ceasefire Violations by India: FO
-
Decision on school closure to be taken today
-
Need to boost bilateral trade between Pakistan and Kyrgyzstan: Erik Beishembieve
-
January will be PTI govt’s ‘last month’ in power: PDM