اسلام آباد 07 اپريل (اے پي پي)د پاكستان او روسيې خارجه وزيرانو د اقتصادي٬تجارتي او دفاعي اړيكو وده زمونږ وړومبۍ ترجيح ګرځولو سره وئېلي دي چې د دواړو هېوادونو ترمينځه په تجارت كښې د كال 2020 څخه 46 فيصده اضافه شوې٬ د روسيې په شركت په ځايې كچه د سپټنك 5 ويكسين په جوړولو غور كوو۔روسيه په منطقه او نړيواله منظر نامه كښې د استحكام سبب ګڼو٬د ترهه ګرۍ د مخ نيوي په څانګه كښې به دوه اړخيزه مرسته زياتولې شي۔د شورو په ورځ په خارجه وزارت كښې د پلاؤ په كچه د مذاكراتو نه پس خارجه وزير مخدوم شاه محمود قرېشي او د روسي خارجه وزير سرګئې لاروف شريك خبري كنفرنس ته وېنا وكړھ۔خارجه وزير شاه محمود قرېشي ووئيل چې روسيې سره زمونږ اړيكې نوې اړخ اختياروي او د لوړې كچې په پلو روانې دي۔روسيې سره ګڼ اړخيزه قوي اړيكې جوړول د پاكستان د خارجه پالېسۍ مهمه ترجيح ده۔ده ووئيل چې مونږ د ملګرو ملتونو پشمول په نړيوالو فورمونو يو بل سره غوره مرسته لرو او دا لا مستحكم كوو۔خارجه وزير ووئيل چې زمونږ په دوه اړخيزه اړيكو كښې مهم پرمختګ شوې او موڼږ د يو بل په ګټھ مرسته زياتول غواړو۔زمونږ په تجارتي اړيكو كښې د تېر كال پھ مهال لا اضافه شوې۔نن مونږ د دوه اړخيزه اړيكو په ټولو اړخونو خبرې كړی دي۔ده ووئيل چې مونږ په هغو طريقو غور كړی چې پكښې د تجارت پشمول دوه اړخيزه معاشي اړيكې لا وده وكړي۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ اتفاق كړی چې بايد د پاكستان او روسيې د حكومتي كمېشن راتلونكې غونډه د كورونا وبا د بندېزونو ختمېدو سره زر راوبللې شي۔مونږ په نارته ساؤته ګاز پائپ لائن پروژه او په نورو څانګو كښې د مرستې جاج هم اخستې۔خارجه وزير ووئيل چې زه خوشحاله يم چې د روسيې خارجه وزير د ترهه ګرۍ په ضد جنګ كښې د پاكستان هڅې ستائېلې دي۔مونږ د ايجنډا په زياتره چارو د پاكستان او روسيې په دريځ كښې يو والې وليدلو٬د افغانستان په اړه مونږ اتفاق كړې چې په منطقه كښې امن او استحكام لپاره په افغانستان كښې امن او استحكام ډېر ضرورې دې٬مونږ د افغانانو په مشرۍ كښې د افغانانو امن عمل لپاره د خپل ملاتر څرګندونه كړی٬خارجه وزير ووئيل چې خارجه وزير لاروف ته مې تېره مياشت په ماسكو كښې د افغانستان په اړه په كاميابه غونډه كولو مباركي وركړې او هغه مې هند سره زمونږ د پولې د نازك صورتحال او پھ مقبوضه جمو كشمير كښې د بشري حقوو په خراب صورتحال د پاكستان د نظر څخه خبر كړې۔د دې نه علاوه مې هغه د پاكستان او هند ترمينځه د كال 2003م د ډز بندۍ د لوظ نامې د دوه اړخيزه پاسدارۍ په اړه هم خبر كړې۔خارجه وزير ووئيل چې مونږ د روسيې تيار كړی شوې سپتنك 5 ويكسين په پاكستان كښې رجسټرډ كړې او د ويكسين ښه نتيجې راروانې دي۔روسيه د روغتيا په اړه يو اېډوانس هېواد دے٬د روسيې په شركت په پاكستان كښې د واكسين په جوړولو غور كوو۔د رويسې خارجه وزير سرګئې لاروف ووئيل چې مونږ پاكستان ته 50 زره خوراكونه وركړي او د 1 لك 50 زره نورو خوراكونو وركولو اراده لرو۔د روسيې خارجه وزير ووئيل چې مونږ به د كورونا واكسين په اړه پاكستان سره مرسته روانه ساتو۔ده ووئيل چې مونږ د تجارت په دوه اړخيزه حجم كښې اضافه غواړو۔مونږ پاكستان سره د ګاز د نارت ساؤته پروژه زر تر زرسره كول غواړو۔ده ووئيل چې د پاكستان او روسيې ترمينځه د دوه اړخيزه تجارت لا زياتولو ضرورت دې
متعلقہ مضامین
-
Security of int’l waters being ensured, says naval chief
-
Opp should give up politics of stubbornness, says governor
-
Ahmadi doctor shot dead in Nankana Sahib
-
Court sends PML-N former MPA to jail on 14-day judicial remand
-
Protesters demand right to self-determination for Kashmiris
-
Pakistan must benefit from China’s achievements in agri sector: envoy
-
US assures Pakistan of ‘continued help’ in Afghan peace process: ISPR
-
PDM denied permission to hold rally in Peshawar
-
History of League of Nations and United Nations
-
Covid-19: govt tells opposition to put off public rallies or face action
-
Covid-19: govt tells opposition to put off public rallies or face action
-
National Youth Council to be formed under PM’s Chairmanship