اسلام آباد۔19 جنوری(اے پی پی)د كورنيو چارو وزير شېخ رشيد احمد وئېلي دي اپوزېشن ته مو فري هينډ وركړو بيا هم ناكامه شو او طاقت يې ښكاره شو٬درې زره كسان يې هم جمع نه كړے شول٬مولانا فضل الرحمان سره چې وړاندې څه شوي هغه به اوس هم كېږي٬هغه دلته ټېلې خوري او بلاول په چارټرډ الوتكه كښې جشن لمانځلو له عمركوټ ته تللے۔مريم نواز دې براډشيټ كيس ولولي يوه نوې پانامه پرانستېدونكې ده٬لانګ مارچ به د اپوزېشن په تابوت كښې آخري مېخ ثابت شي٬ما نه زيات ختم نبوت لپاره چا زندان نه دے خوړلے٬د مدرسو زده كوونكي دې دهوكه نه كړی شي۔مولانا فضل الرحمان او د هغه وزيراعلٰی د مدرسو د زده كوونكو په ضد مشرف سره ناست وو٬د نهې په ورځ خبري كنفرنس ته په خپل خطاب كښې داخله وزير شېخ رشيد احمد ووئيل انتظاميه٬پوليس٬رينجرز او قانون نافذ كوونكو ادارو ته په غوره انتظاماتو كولو مباركي وركوم۔هغه ووئيل مونږ د اپوزېشن په لاره كښې كوم خنډ نه دې رامخې ته كړے ٬د هائي الرټ باوجود مو فري هينډ وركړے۔د منډي بهاؤالدين نه تر پېښور څوك يو كنټينر هم نشي ثابتولے٬ولې نن د دوي طاقت ښكاره شوے۔د مدرسو زده كوونكو ته سلام كوم چې د فضل الرحمان ملګرتيا يې نه ده كړی۔هغه ووئيل نن چې مولانا سره څه شوي هغه د دې سلوك مستحق ؤ ۔مريم نواز براډ شيټ لوستلو نه غېر تبصرې كوي هغه بايد دا په غور سره ولولي٬د هغې په ضد يوه نوې پانامه رامخې ته كېدونكې ده۔داخله وزير ووئيل د اپوزېشن درېځ كوم وزن نه لري دوي د الېكشن كمشنر په ضد لاريون كوي او هغه د ټول ټاكنو سره هېڅ تعلق نه لرلو۔هغه ووئيل د مولانا فضل الرحمان منطق هم عجيبه دے ضمني الېكشن هم كوي٬د سېنېټ په ټاكنو كښې برخه هم اخلي او دا اسمبلۍ فراډ هم ګرځوي٬حقيقت دا دے چې ټول اپوزېشن په ګډه د لوټ مار٬غلا٬ډاكې او د كرپشن بچ كولو له زور لګوي۔هغه ووئيل اچكزئي چې نن كوم تقرير كړے په داسې تقريرونو به حالات زمونږ د لاسه اوځي۔مولانا فضل الرحمان عالم دين دے مونږ تل د هغه نامه په احترام اخستې او دعا كوم لوي څښتن دې د هغه په حال رحم وكړي او دا ورته وئېل غواړم چې هغه سره به اوس هم هغه كېږي كوم چې ورسره مخكښې شوي۔هغه ووئيل د عمران خان په اجازه نن دوي رېډ زون ته د راتللو جوګه شوي۔مونږ غواړو چې اپوزېشن زر تر زره لانګ مارچ وكړي۔هغه ووئيل د عظيم پوځ په ضد به غېر پارليماني ژبه كارول ونه زغملې شي۔هغه ووئيل اولسي غونډې كول د اپوزېشن حق دے ولې اپوزېشن كومه مطالبه نه لري٬د كشميريانو كيس چې څنګه عمران خان مخ په وړاندې بوتللے بل چا نه دے٬دوي د حلقو ګمراه كولو له كله د اسرائيل نوم اخلي او كله د ختم نبوت۔ده ووئيل زه ژوندې يم ختم نبوت ته څوك زيان نشي رسولے او د اسرائيل تسليمولو خبره مو په ووهم او ګمان كښې هم نشته۔د يوې پوښتنې په ځواب كښې هغه ووئيل پاك پوځ چې هېواد لپاره كومې قربانۍ وركړي د هغوي په اړه به ناوړه خله خوزول ونه زغملې شي
متعلقہ مضامین
-
Those trying to defame my family will fail: Shujaat
-
Govt seeks opp help to amend NAB laws
-
Overbilled gas consumers to be compensated next month
-
Sherry Rehman demands ‘concrete information’ on CPEC
-
Terrorism does not have any religion: Pakistan
-
Four Pakistanis injured in attacks, five missing
-
Pakistan sends dossier to UN on ‘eco-terrorism’ by India
-
Lawyers threaten strike over SP (complaints) jurisdiction
-
Australian Senator egged after his comments on New Zealand shooting
-
Court allows JIT to probe Nawaz in Model Town case
-
SC discards another suo motu by ex-CJP Nisar
-
Australian Senator egged after his comments on New Zealand shooting