اسلام آباد 01 جنوري(اے پي پي) د خارجه دفتر وياند زاهد حفيظ چوهدري وئيلي دي چې هندي عزائم سيمه ايز امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دي، پاکستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره خوشګوارې اړيكې غواري، پاکستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې كشميري اولس سره اوږه په اوږه ولاړ وي۔ د جمعې په ورځ د اوونيز بريفنګ په مهال د خارجه دفتر وياند ووئيل په مقبوضه کشمير كښې په كال 2020 كښې د هندي قابض ځواكونو لخوا په بې ګناه كشميريانو د ظلمونو او تشدد سلسله جاري وه٬ د پنځم اګست كال 2019 نه پس هندي حكومت د رياستي ترهګرۍ په مهال په مقبوضه كشمير كښې د جعلي مقابلو او سرچ اپرېشن په مهال د مېرمنو او كوچنيانو پشمول د 300 نه زيات بې ګناه كشميريان شهيدان كړي او هم دغه موده كښې ئې 750 ژوبل كړي٬ 2770 كسان په حراست كښې اخستې شوي او كشميري برادرۍ ته اجتماعي سزا وركولو لپاره ئې 922 كورونه ړنګ كړې دي دي۔ وياند ووئيل د مقبوضه کشمير مسلم اکثريتي آبادۍ په اقليت كښې د بدلولو هندي اېجنډې له مخې د بي جے پي حکومت غېر کشميريانو ته د دوه ميليونه نه زيات جعلي ډوميساېل سندونه جاري كړې دي۔ وياند د دختران ملت کشميري تنظيم باني لارښوده او د کشمير “آئرن لېډي” آسيه اندرابي پشمول د کشميري لارښودو شبير احمد شاه، ياسين ملك، مسرت عالم بټ، محمد اشرف صحرائي، سيد علي شاه ګېلاني او د مير واعظ عمر فاروق پرله پسې د حراست او د دوي د صحت په ناوړه او ځپلي صورتحال د تشويش څرګندونه كړې۔ وياند ووئيل چې پاکستان په خاص توګه آسيه اندرابي سره د غېر انساني او غېر قانوني سلوك په اړه د ملګرو ملتونو عمومي سېكتر او د يو اين هيومن رائټس کمشنر ته چيټۍ ليكلے دي۔ وياند ووئيل هند پخپلو كورنيو معاملو كښې د ناكامۍ او د صورتحال نه پام اخوا كولو لپاره په لائن آف كنټرول اړي ګړي له هوا وركوي۔ وياند ووئيل پاكستان به د خپلواكۍ حق ترلاسه كېدو پورې د كشميري اولس ملاتړ جاري ساتي۔ د افغانستان پحقله وياند د دې باور څرګندونه وكړه چې د جنورۍ په 5مه نيټه د انټرا افغان مذاکراتو راتلونكې پړاٶ به ګټور ثابت شي۔ ده ووئيل پاكستان په سوله ايز ډول د افغان شخړې هوارې غواړي، پاکستان د تېر كال په مهال د جاري افغان امن عمل بشپړه ملاتړ كړې او پاكستان د امريكې او طالبانو د امن تړون، انټرا افغان مذاکرات او په دسمبر كښې په دوحه كښې د افغان ډلو ترمېنځه د لوظنامې پحقله د طريقه كار په سهولت كارۍ كښې اهم كردار لوبولې۔ وياند ووئيل پاكستان يوازنې هېواد دې كوم چې د وړاندې نه دا وئيل چې افغان شخړه كوم پوځي حل نه لري او دا شخړه هم يوازې د سوله ايز او سياسي تصفيې د لارې هوارېدې شي۔ وياند ووئيل پاكستان ټولو ګاٶنډي هېوادونو سره خوشګواره اړيكې غواړي خو د هند غېر ذمه وارانه كاروائۍ او بيانونه د منطقې امن او سلامتيا لپاره سنګين خطر دي۔
متعلقہ مضامین
-
KKH maintenance work to start within a week: Mushtaq Ghani
-
Tailgating or tolerance — Your weapon of choice to win the race?
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Economic growth through infrastructure development
-
Economic growth through infrastructure development
-
CM reviews progress on economic zones project
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Senate committee slams CCPO Lahore for conflicting remarks over motorway case
-
Army captain martyred in clash with terrorists
-
NAB granted 14-day physical remand of Shehbaz Sharif
-
Opp submits requisition to convene PA session to discuss Shehbaz’s arrest
-
Primary schools open from today across country