اسلام آباد 05 اګست (اے پی پی)د وزيراعظم د اطلاعات او خپرونو خاص مرستيالې ډاكټر فردوس عاشق اعوان وئېلي دي د اسلامي مرستې تنظيم لخوا د هندي ظلمونو په ضد مظلوم كشميريانو سره د يو والي څرګندونه نړۍ ته پېغام دے چې هغوي د كشمير شخړې هواري لپاره فوري او موثر كردار ترسره كړي۔د ګل په ورځ په ټوېټر په خپل پیغام كښې د وزيراعظم مرستيالې ووئيل او آئي سي ګواهي وركړې چې په اېل او سي د هند پوځ په بې ګناه وګړو ممنوعه كلسټر وسله اكاروي بايد ملګرو ملتونه امن خوښي او مهذب قامونه د دې نوتس واخلي۔د وزيراعظم خاص مرستيالې ووئيل او آئي سي د جمو او كشمير د اولس د خپلواكه ملاتړ كولو سره ظالم او قانون ماتونكي هند ته يوه بله ماتې وركړې۔هغې ووئيل مونږ د مظلوم كشميريانو په ملاتړ كولو د او آئي سي مننه كوو۔فردوس عاشق اعوان ووئيل د كشميريانو عامه وژنه د نړۍ امتحان دے۔هند د ظلم او جبر د لارې د كشميريانو د خپلواكۍ جمهوري حق تر پښو نه شي لاندې كولې۔هغې ووئيل د كشميريانو په ملګرتيا كولو به نړيوالې ټولنې ته جمهوريت خوښۍ سره د خپل تړون عملي ثبوت وركول وي۔خاص مرستيالې ووئيل پاكستان به د ملګرو ملتونو د سلامتي كونسل د قراردادونو په رڼا كښې د كشميريانو د خپلواكۍ حق اخلاقي سفارتي او سياسي ملاتړ روان ساتي
متعلقہ مضامین
-
Saudi Arabia welcomes 1 million for biggest hajj pilgrimage since pandemic
-
PTI rubbishes claim
-
Man caught while stealing railway’s track material
-
Court extends Moonis’ bail till July 14
-
Covid19: Pakistan reports 4.61pc positivity ratio, NIH
-
Man caught while stealing railway’s track material
-
Kashmiris on both sides of Line of Control to observe Martyrs’ Week
-
Three movies to hit cinema screens on Eid ul Azha
-
Election is the only solution amidst crisis, says Shireen Mazari
-
Al-Shifa organises free eye camps in remote areas of Balochistan
-
InDriver becomes Pakistan’s most downloaded ride-hailing app
-
Turkish consul general, Salman Rafique discuss health sector cooperation