اسلام آباد 08 جون (اے پي پي﴾ د دفاع وفاقي وزير پروېز خټك وئيلي دي چې د پاكستان دفاع په قوي لاسونو كښې ده٬ وسله وال ځواكونه د خوږ وطن سلامتيا لپاره هر ډول قربانې وركولو لپاره تيار دي۔ ده دا خبرې خټك په نوښار كښې بېلا بېلا پلاوو سره د ملاقاتونو په مهال وكړې۔ ده ووئيل چې د قبائيلي سيمو خلق په خېبر پښتونخوا كښې ضم شوي دي او اوس ئې خپل حقوق ترلاسه كړي دي اوس به د دې سيمو خلق د هېواد په پرمختګ او خوشحالې كښې زيات فعاله كردار ترسره كړې شي۔ ده ووئيل چې حكومت د هېواد معيشت مستحكم كولو او د پاكستان ستونزې ختمولو لپاره سختې پرېكړې كوي۔ ده ووئيل چې د قومي اسمبلۍ غونډه به ډېره زر راوبللې شي چې پكښې به د تحريك انصاف حكومت د راتلونكي مالي كال خپل وړومبې بجټ وړاندې كوي۔
متعلقہ مضامین
-
Govt seeking guidance from stakeholders on IIOJK: Kaira
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
IHC adjourns case regarding Cheema’s removal
-
IHC grants protective bail to Gandapur
-
Govt seeking guidance from stakeholders on IIOJK: Kaira
-
Man, son shot dead over children’s brawl in Lahore
-
Pakistan offers ‘cheaper labour’ to Turkey’s automobile sector
-
Pakistan, Turkey vow to ‘upgrade’ ties
-
Pakistan offers ‘cheaper labour’ to Turkey’s automobile sector
-
Johnny Depp’s instagram followers increased after winning defamation lawsuit
-
Fire burns woods worth millions in Lahore
-
Broadband subscribers reach 116 million