اسلام آباد 24 مئي (اے پي پي) د ایران او پاکستان ترمېنځه د پلاويو په كچه خبرې اترې شوې دي٬ په دوه اړخيزه اړيكو او د سيمه ايزې وضعې پشمول د شريكې خوښې په مهمو چارو د خيالاتو څرګندونه شوې ده۔ د پاكستانې پلاوي مشري مخدوم شاہ محمود قرېشي او د ايران پلاوي مشري خارجه وزير جواد ظریف وكړه۔ دواړو ډلو د وزیراعظم عمران خان د اوسنۍ دورې په مهال په ترسره شوو پرېكړو په عمل درآمد د اطمينان څرګندونه كولو سره په دوه اړخيزه معاملو د مرستې روانې ساتلو ته صلاح شول ۔ خارجه وزير ووئيل په منطقه كښې تاٶ تريخوالې د چا لپاره ګټه ور نه دے٬ پاكستان ټولې حل طلب مسئلې په سفارتي كچه د هوارولو مرستياله دے او ټولو شراكتدارو له د تحمل او بردبارۍ څرګندونه كول غواړي ۔ ده ووئيل پاكستان به منطقه كښې امن او استحكام او تاٶ تريخوالي كښې كمې لپاره خپل د روغې جوړې كردار ادا كولو لپاره هلې ځلې كوي۔ د ایران خارجه وزیر په دې موقع ووئيل منطقه كښې امن لپاره د پاكستان هلو ځلو ته په درنه سترګه ګورو۔ د ایران خارجه وزیر په توده هركلي كولو د مخدوم شاہ محمود قرېشي مننه وكړه
متعلقہ مضامین
-
MNAs demand 5-year increase in age limit for public sector appointments
-
Hammad Azhar moves LHC against CM Hamza, IG Punjab
-
Yasin Malik’s imprisonment can’t dampen Kashmiri spirit for freedom: DG ISPR
-
Javed praises excellent performance of NAB KP
-
Federal cabinet approves Election Amend Bill 2022
-
IHC summons Mir Shakeel for publishing anti-judiciary ads
-
Murtaza Wahab directs secretary to ensure implementation of ‘Student Unions Act’
-
Nationwide polio immunization drive continues
-
Over 3,000 sanitary workers performing duties during ‘Saaf Punjab’ drive
-
Pakistan, US agree on far more than they disagree on: Bilawal
-
Balochistan LB Elections: Polling underway in 32 districts
-
College teachers demand MS allowance